نورستان کې یوازې ۲۲۰۰ تنو نوم لیکنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون تازه معلومات ښيي چې د نوم لیکوونکو شمېر تر یو میلیون او شاوخوا دوه سوه زرو پورې رسېږي.

د دې معلوماتو له مخې تر ټولو ډېرو کسانو په پلازمېنه کابل کې نوم لیکنه کړې او تر ټولو ډېرو لږو کسانو په نورستان کې خپل نومونه لیکلي دي.

په کابل کې شاوخوا څلور سوه زرو تنو او په نورستان کې یوازې ۲۲۰۰ تنو خپل نومونه لیکلي دي.

د دې معلوماتو له مخې په کندهار کې نږدې دوه سوه زره او په مزار کې څلوېښت زره تنو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو کمیسیون په خپرو کړو معلوماتو کې ويلي چې په تېرو شاوخوا ۲۲ ورځو کې په میدان وردګو کې شاوخوا درې زرو، غزني کې هم همدومره، کاپیسا کې نږدې شپږو زرو ، غور او دایکندې هم په همدې شمېر کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د دې کمیسیون یو کمېشنر پرون پخپلو خبرو کې وویل دا شمېره دوی ته هم د قناعت وړ نه برېښي او که نوم لیکنه همداسې روانه وي ښايي د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راشي.

د ټاکنو کمیسیون دا هم ویلي چې د نا امنۍ او بې باورۍ تر څنګ پر تذکرو د سټېکرونو لګولو هم د نوم لیکوونکو شمېر کم کړی دی.

د دې کمیسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي وايي دوی له تخنیکي ټيم سره په دې تړاو خبرې کوي او هڅه کوي یوه معقوله لاره ورته پیدا کړي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ په خوست کې د نوم لیکنې یو مرکز د خونړۍ چاودنې شاهد و او نن په لوګر کې هم د نوم لیکنې یو مرکز چاودنې نړولی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د