ویکیلیکس: اسراییلو په ۲۰۰۷ کې د سوریې اټومي بټۍ بمبار کړې

wikilecs-israelاسراییلو هېڅکله هم دا نه ده منلې چې د ۲۰۰۷ په سپتمبر کې د سوریې په شمال ختيځ کې پر اتومي بټۍ برید دوی کړی دی.
سوریې هغه مهال د ملګرو ملتونو اټومي څارونکو ته اجازه ورکړې وه چې دغه بتۍ وویني او بېلګې یې واخلي، خو وروسته دغه لیدنه تکرار نه شوه، مګر سوریې له بریده وروسته دغه بتۍ پخپله ویجاړه کړه.
‘یاديهود احرنور’ اسرایيلي ورځپاڼې ليکلي امریکا پردې باور وه چې برید اسراییلو کړی دی.

ورځپاڼې تر دې مهاله د دغه افشا شوي راز بشپړ متن نه دی خپور کړی، خو دا یې ویلي چې ظاهراً سوریې د شمالي کوریا په همکارۍ دغه بټۍ د ۲۰۰۷ په سپټمبر کې جوړه کړې وه.

د بي بي سي خبریال وايي بهرنیو ديپلوماتانو او کارپوهانو د برید پړه یوازې پر اسراییلو اچوله، چې څو میاشتې مخکې امریکايي جګپوړو چارواکو د برید په اړه ډېر جزییات راوسپړل.

د ۲۰۰۸ په اپریل کې امریکايي چارواکو ویلي ول، چې دا اټومي بټۍ بشپړېدا ته نژدې وه چې برید پرې وشو.

د سوریې چارواکو تل دا خبره رد کړې چې ګواکي دا اټومي بټۍ وه، خو دا چې هغوی د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له څارونکو سره په پرله پسې توګه همکاري نه ده کړې، له دې امله یې پر خبرو باور کېږي.

بل خوا اسراییلو دا نه رد کړې او نه یې هم منلې، چې ګني دا برید دوی کړی.

د امریکا مخکنی ولسمشر جورج بوش په خپلو یاداښتونو کې دې خبرې ته اشاره کړې، چې څرنګه اسراییلو پر دغې بټۍ برید وکړ.

همداراز د امریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما هم کله چې په ۲۰۰۸ کال کې دیموکرات سناتور و، ویلي چې اسراییل په سوریه کې پر اټومي بټو د برید په اړه په حقه ول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.