افغانستان

ننګرهار: امنیتي ځواکونو اتلس ملکي وګړي ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالي د مارکوپه بازارګي کې  افغان امنیتي ځواکونو په عامو خلکو پرلپسې ډزې کړې دي، چې اتلس تنه پکې ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې یاد بازار ته څېرمه نامعلوم کس په امنیتي ځواکونو لاسي بم ور وویشت او دوی بازار ته په رارسېدو په عامو خلکو ډزې شروع کړې.

د ننګرهار د والي ویاند بیا وايي چې په غني خېلو کې څوارلس تنه عام وګړي ټپیان شوي دي، د نوموړي په خبره دوی د امنیتي  ځواکونو او طالبانو ترمنځ په ډزو کې لګېدلي دي. 
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې په امنیتي ځواکونو یواځې یو بمي برید وشو، چې هغه هم له بازاره یو څه ګوښې ته و.  وروسته امنیتي ځواکونو بازارګي ته په ننوتو په عامو خلکو ډزې وکړې او پوره اتلس تنه يې ټپیان کړل.
د ننګرهار عامه روغتون مسوولین هم مني، چې له غني خېلو ورته نهه تنه ټپیان وروړشل شوي دي، چې د پنځو تنو حالت يې د اندېښنې وړ دی. او پاتې نهه تنه نور يې په غني خېلو کې سیمه ایزو روغتیايي مرکزونو ته رسول شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې د یوناما له خوا کېدونکې سروې په جګړه کې د عامو خلکو د وژنې ډېره سلنه طالبانو ته منسوبوي، چې طالبانو په خپل وخت دغسې سروې ګانې رد کړې دي، او دا يې یو طرفه پرېکړې ګڼلې دي.
د چارو د شنونکو له نظره د غني خېلو په څېر پېښې دا په ډاګه کوي، چې نه ولس او نه هم امنیتي ځواکونه یو پربل کوم باور لري، د دوی په خبره د امنیتي ځواکونو لپاره په ولس کې موجود یو څه اعتبار هم په تېرو ټاکنو کې له منځه ولاړ، چې امنیتي ځواکونو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې خلک یوه مشخص نوماند ته په زور مجبورول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x