شعـــــرونه

غزل – جانان خدرخېل

دېوالونو ته لګیا یمه، غږېږم
کاڼو زړونو ته لګیا یمه، غږېږم

لکه شمع په مزه مزه خپل ځان خورم
ماښامونو ته لګیا یمه، غږېږم

لکه مات بنګړي یو یو راته پراتۀ دي
ارمانونو ته لګیا یمه، غږېږم

د شهیدو ګل غوټیو سر ته ناست یم
وحشتونو ته لګیا یمه، غږېږم

له ازغیو غمازانو شکایت دی
ګلابونو ته لګیا یمه، غږېږم

ثوابونه هم ګناه راته ښکارېږي
عذابونو ته لګیا یمه، غږېږم

د لیلو د خولګۍ لاړې مو دارو شه
پرهرونو ته لګیا یمه، غږېږم

“خدرخېله” د مئین زړۀ زور خو وینې!؟
چې غمونو ته لګیا یمه، غږېږم

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close