افغانستان

ننګرهار: طالبانو د کمانډو ځواکونو یو قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په ننګرهار کې يې د کمانډو ځواکونو یو قومندان او یو بل تن عسکر وژلي او وسایل يې دوی له ځانو سره وړي.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قومندان جان محمد او د هغه ملګری يې نن سهار جلال اباد ښار ته څېرمه د «بیس» سیمه کې وژلي دي.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو د دوی وسلې او ټلیفونونه هم له ځانو سره وړي دي.

تر اوسه د ننګرهار چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې پرلپسې د ننګرهار مرکز جلال اباد د پرلپسې پېښو شاهد پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x