افغانستان

د بدخشان استازې: د تېرې اوونۍ جګړو کې ۱۰۰ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي وايي د تېرې اوونۍ په جګړو کې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د بدخشان په کوهستان، تشکان، شهدا او راغستان کې د طالبانو او دولتي ځواکونو له سختو جګړو وروسته کوهستان بشپړه د طالبانو لاس ته ولوېده.

تېره پنجشنبه طالبانو د دې ولسوالۍ د ودانۍ د نیولو خبر ورکړ، چې د شنبې په ماښام دولتي ځواکونو د بېرته نیولو دعوه وکړه خو طالبانو رد کړه.

په دې جګړو کې دواړو لوریو یو بل اړخ ته د درنو تلفاتو دعوې کولې، خو د بدخشان استازې وايي مرکزي او ولایتي ادارې د دولتي ځواکونو ملا نه ده تړلې.

هغه وايي دا په لاس کې داسې شواهد لري چې حکومتي چورلکو په جګړه کې د ښکېلو عسکرو د مرستې پر ځای د پارلمان وکیلان یو بل ځای ته وړل را وړل.

طالبانو د دې ټولو جګړو د مجموعي تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د حکومت له لوري د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅې د شنډولو پر وخت يې د پینځو تنو کمانډو عسکرو د وژلو پخلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x