د روژې مبارکه میاشت

د څېړنو پرمهال د بندي روژه

دا چې د څېړنو او پلټنو پر مهال د بندي د روژې د نیولو حکم څه دی؟ په دې اړه باید ووایم، چې روژه یعنې څښتن(ج) ته د نېږدېوالي په نیت له نفسي غوښتنو څخه بې برخې کېدل، خوله بندول او له ماتوونکو څیزونو منع کېدل لكه خوراک، څښاک او خپلو ښځو سره کوروالی.

مسلمان انسان په هر ډول شرایطو کې که اسیر وي او که زنداني کولی شي، د روژې نیت وکړي. که د روژې دوه رکنه (نیت او خوله بندول (امساک) )تحقق ومومي، نو روژه یې سمه ده. خو ځینې وخت مسلمان بندي د روژې د نیولو وس نه لري، ځکه هغه ته یوازې د ورځې خواړه ورکول کېږي، یعنې هغه ته د هغه پېشمنی او روژه ماتی پر خپل وخت نه رسېږي. په دې حالت کې مسلمان بندي معذور ګڼل کېږي او الله تعالی د بې وسۍ په حالت کې دی نه مکلف کوي او مسلمانان په دیني مسایلو کې په سختۍ او ستونزو نه نیسي.

پیغمبر(ص) یو مساپر سړی ولید، چې په ستونزه او سختۍ کې و او خلک ترې چاپېره ولاړ وو، په مساپر یې اوبه شیندلې. پیغمبر(ص) یې لامل وپوښت. ورته وویل شول: هغه روژه دی.
پیغمبر(ص) وویل:لیس من البر الصیام فی السفر(په سفر کې روژه نیول ښه کار ندی) یعنې که چېرې روژه دار مساپر په سختۍ او تکلیف کې لوېږي، نو روژه نیول ورته روا ندي.
پیغمبر(ص) له داسې چا سره چې په دې ډول حالت کې یې روژه نېولې وه، مخالفت وکړ، نو د اسلام د دښمنانو په منګولو کې د اسیر بندي به یې بې شکه مخالفت کړای وای، ځكه بندي نشي کولی خوراک او څښاک ته په خپل وخت لاسرسی ولري. کیدای شي له لوږې ومري، چې دا ډول حالت د دښمنانو هیله او ارزو ده.له همدې امله مسلمان د دا ډول عذر په درلودلو کولی شي روژه ماته کړي، هماغه ډول لكه څنګه چې مساپر او ناروغ خپله روژه ماتولی شي، خو د عذر د پای ته رسېدو په صورت کې کله چې له زندان څخه ازاد شي او د روژې د نېولو شرایط ورته مساعد شي، نو د قضا کړو روژو د ادا کولو هوډ باید وکړي.
څښتن تعالی(ج) فرمایلي:
} یریدالله بکم الیسر ولا یرید بکم العسر ولتکملوا العدة ولتکبروا الله علی ما هداكم ولعلکم تشکرون} 1.

(اراده لري الله په تاسې باندې د اسانتیا (چې مساپر او ناروغ یې مخیر کړ) او اراده نه لري په تاسې باندې د سختۍ او لپاره ددې چې پوره کړئ (تاسې په قضا سره) شمار (د روژې د میاشتې) او چې په لویۍ سره یاد کړئ الله په دې چې هدایت یې کړی دی تاسې ته او لپاره د دې چې تاسې شکر وباسئ (د رخصت، اسانۍ او ثواب په نعمتونو باندې.)

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x