افغانستان

دفاع وزیر: یوه اوونۍ کې ۲۵۰ عسکر وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د وروستیو پېښو په تړاو ولسي جرګې ور غوښتي و.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ملي دفاع وزیر وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو له ډلې تر ۲۵۰ ډېر وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه دعوه وکړه چې په دوولس ولایتونو کې يې د څوارلسو نظامي عملیاتو په اوږدو کې نږدې ۸۰۰ وسله وال مخالفین وژلي او نږدې ۵۰۰ نور يې ټپیان کړي دي.

هغه وویل، په تېرو اوو ورځو کې د طالبانو له لوري ۲۶۴۰ ګواښونه پېښ شوي چې پکې د ملي اردو ۱۳۱ عسکر، د پولیسو ۱۱۵ عسکر او د ملي امنیت شپږ تنه وژل شوي دي.

د بهرامي په خبره په دې بریدونو کې د ملي اردو ۲۳۹ عسکر، د پولیسو ۱۱۷ عسکر او د ملي امنیت ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په ولایاتو کې د اربکیانو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل د دوی شاوخوا ۱۰ زره پولیس د نوم لیکنې د مرکزونو د خوندیتوب لپاره ګمارل شوي دي.

هغه وویل د طالبانو اوسنۍ جګړه له دوه – درې کاله وړاندې جګړې سره توپیر لري، د ده په وینا هغوی نړیوال ملاتړي پیدا کړي دي.

د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي دعوه وکړه چې په تېره یوه نیمه میاشت کې يې اته سرتېري بریدګر او ۳۱۲تنه نور چې غوښتل يې د نوم لیکنې مرکزونه وګواښي نیولي دي.

هغه وویل له مافیايي کړیو يې هم ۱۶۱ تنه نیولي چې ۳۰ تنه يې له داعش سره اړیکي لري.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، هغوی د روانې میاشتې په پینځمه «خندق» عملیات پیل کړل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
17 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قندهاری طالب

الله ج د رحم په وکړی.که عسکر.دی که طالیب دی افغان دی،بس ده نوره افغان وژنه،

Zadran

قندهاری طالب صاحب،ستا تبصره بلکل صحی ده چه دا ورور وژنه بس کړی،دا ټول افغانان وه چه په وینو سره شول.د ټول فامیلونه لرل.د هغوی به څه حال وی؟بله پوښتنه دا کوم چه.د دوی قتل او مړه کول څه ګټه طالیبانو ته ورسوله؟کوم قانون او کوم قاضی د دوی د مرګ او وژلو جواز ورکړ؟قندهاری طالبه له تا څخه احترامانه هیله کوم چه قندهارطالیبانو ته ووایی چه د خوست جو مات په چودنه کی ټول مسلمانان ووژل شول.د خوست جومات کی نه امریکایی وه،نه د ناټو عسکر،قسم چه ټول مسلمانان،او لومنځ ګزاره خلک وه،دا مسلمان وژنه ده ،جنګ بس دی،څلویښت… نور لوستل »

غ.حضرت

هر څوک چه ددې عسکرو او پولیسو په مرګ نه خواشینی کیږی هغه اصلاً نه افغان دی او نه انسان البته ددې عسکرو او پولیسو وژونکی او دښمنان هم اکثره زموږ وړونه او وطنداران دی د هغوی وژنه هم د خواشینی وړ ده خو دا چه هغوی د انتحار مینان دی، زموږ مشکل ندی ،کولای شی چه د انتحاری تفکر سره وداع وکی.

غوربندِي

حضرت صاحب ځدران صاحب لکه چې له امریکایانو سره د وینې شراکت لری که څنګه،،، چې وایی دا وروروژنه بس کړی،،، د ستونزې جرړه د امریکایانو وجود دی،،، که مو ادې ته په مېړه توب نه وي نیولي،، نو ورته ووایی چې ورک شي تر څو د افغانانو د وینو بهېدو بهیر ودریژي!! زما هم د افغاني عسکر په مرګ ژوبله خوا بدیژي، په دې معنې چې تر شا یې یوه کورنی بې سرپرسته پاته کیژي، په ،،،، لاسپوڅي اجرتي عسکر په خقیقت کې د ځان قاتلین (ځانوژونکي) دي ځکه چې د دین او وطن د دفاع برحقو غازیانو ته… نور لوستل »

اخترمحمد گیلانی

اصلی عامل باید معلوم شی زه باور لرم که چیرته امریکایان دوتلو محال ویش د نړی والی ټولنی له ضمانت سره اعلان کی طالبا ن به سولی ته لبیک ووای زه په دی باور لرم طالبان هم ستړی شوی دی او سوله غواړی

احمد

قندهاری طالب نوم والا کسه مالوم شوی چی نه قندهاری یی نه طالب هغه بله صفحه کی دی د تبلیغ والا په حمایت لیکنه کړی وه۰ وګوره دلته دی بیا سترګی پټی کړی کندهاری طالب دومره کمزوری نه وی لکه تا۰ ته امریکایانو ته ووایه چی افغان وژنه بنده کړی۰ دا دوو کسانو نورو غ حضرت او ځدراڼ ته خو همدا اوتی بوتی ورپه برخه دی نه کوم منطقی دلیل وړاندی کوی شی او نه الله دومره پوهه دوی ته ورکړی ده چی په مستدللو دلایلو د حکومت اړخ قوی کړی شی همیشه همدا یوه خبره کوی چی بس ده… نور لوستل »

fulad

غلام حضرت زدران صیب، د عسکر په مرګ خواسیني یو خو دا تر ځنګ ېې د ۸۰۰ طالبانو لکه چې نه مور لرل نه پلار ، نه انسانان ؤ نه افغانان. عجیبه بی منطفه قضاوت.
جنګ امریکا پیل کړی که طالب؟

Zadran

غور بندی صا حب.ما په خپله تبصره کی د خوست جومات .او په پولیسو ،عسکرو ویر کړیدی،او په ځواب کی تا ماته کنځلی لیکلی دی.زما هره تبصره د قتل.چور ،ورانکاری په ضد ده،خو ته همیشه یو جواز ورته لټوی،زه دټولو افغانانوپه غم غمجن کیږم،حتی د غور په هغه صحرایی محکمه چه هغه میرمن یی په تیږوکی پټه کړه،عیسویانو کافرو ته مو یو داسی ثبوت ورکړ.چه هغه صحرایی محکمه هر چاته ښایی ،او ورته وایی چه ګوری،مسلمانان ښځی داسی وژنی،ګوری چه مسلمان نه شی.که چیری سوله راشی،قاضی به وی،فیصله به کیږی،سوله ډیری ګټی لری.د غ حضرت نه تشکر چه د ډیری… نور لوستل »

غوربندی

ځدران صاحب
سوله به څنګه راشي تر څو یرغلګر زمونږ له هیواده وتلي نه وي؟؟؟

افریدی

غوربندی صاحب ! د قندهارو په اصطلاح [ باره یی مه شوروه ] دغه څو کسان غ حضرت ، ځدران او نن لا احمد هم ورسره ګډ شوی . دوی فکر کوم هغه انګریزان ، امریکایان او اشغالګر دی چه مجاهدین یی مقابل کی جنګیږی یو بل وژنی د دوی په ژبه طالبان پوهیږی یعنی دوی هغه انګریزان دی چه پشتو یی زده کړی پاڼو کی د مجاهدینو په ضد تبلیغات کوی او یا هغه تعقیم شوی برونی کمونستان او نشنلستان دی د ډالرو بهیر کی لمبیږی د دیو خیر په بی خیری کی دی . د دوی د غلامی… نور لوستل »

غوربندِي

ځدران صاحب ماته ځکه شپون نه ښکاري چې د شپون د قضاوت بنسټ د هغه تحلیلي قوې پر اساس وِی چي خدای تعالی جل جلاله د انسان په فطرت کې ازغلې ده، شپون یا د لیرو پرتو کلیوالو سیمو کې چې د شیطاني تبلیغاتو له تاثیر څخه نسبتا کم متاثر دي، د خپلواک تفکر او تحلیل کچه یې د هغو په نسبت چې ښاري ژوند کوي او له یادې بلا له تاثیر سره لاس او ګرېوان دي، ډېره مخسوسه ده. البته انسان په هر حالت کې مسوولیت لري تر څو خپل عقل په پټو سترګو د رسنیو تر پوندې ونه… نور لوستل »

pattang

ځدراڼه نور مو نشې غو لولی ډنګرې وزې مه راباندې خرڅوه! اشغالګر چې ورک شي سوله راځي !
د فاسد دولت عناصر که سوله راهم شي عدالت نشې پلي کولی ! نه یې زده ده او نه یې غواړي !!
د قانون تطبیق تر سولې او جنګ پورې اړه نلري او هغه په هر حالت صدق کوي !!
چلبازي چالاکي مکوه چې مذدورانو جنایتکارانو ته د برائت لاره برابر وې !!

احمد شاه

د نوی هیتلر ترمپ غلامانو ته د فاریاب ولایت د پل چراغ او د بدخشان ولایت د کوهستان د ولسوالیو د سقوط ناوړه خبر او مظلوم اولس او مجاهدینو ته د دغه سترو فتوحاتو زیری ورکوم الله ج دی د ټرمپ غلامانو د ډالرو بهیر نور ودروی او د کمونستانو د هغه وخت برخه لیک سره دی سم شی چه روسان وتشتیدل او کمونستان یتیمان پاتی شول حتی روسانو ورسره د دی مرسته هم ونه کړه چه روسیه که ځآی ورکړی . او باداران یی هم د شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ دی روسان خو ښه وو د… نور لوستل »

غ.حضرت

افریدی صاحب!
ما تر اوسه پوری تا غوندی بې تقوا طالب نه ؤ لیدلی.
ته څنګه طالب ئې چه د انګرېز او کمونسټ او نشنلیسټ پاک نومونه بې ادسه پر خوله راوړې؟ لومړی اودس تازه کوه او حتی غُسل کوه بیا دا پورته درې درانه نومونه یادوه.
د طالب د لومړنیو تشکیلاتو اصلی ستون همدا درې هډوکی وه یعنی انګرېز او خلکئ او پښتون نشنلیسټ.نه پوهېږم چه ستا ولی دې درو واړو ته خښم راغلی دی؟

Zadran

غ.حضرت صاحب.افرین.په قلم د برکت شه.څومره معقول او ریشتنی ځواب؟شاهد یی زه یم ،زموږ دکلی ټول خلقیان د طالیبانو سره په اول سر کی یو ځای شول توپونه یی چلول،دوهم د پاکستان فوځیان د لوګر د فتح په وخت کی ما ولیدل چه پلانون او اوله سروی یی ورته کوله.دریم ټول پښتانه ورسره وه،نو ستا ځواب کاملا درست دی.یعنی.پاکستان انګریز.خلقی.او پښتون نښنلیست،

غوربندی

همدا وجه وه چې د کابل تر دروازو پورې مجرمو کمونستانو له طالبانو همدا تمه لرله چې نجیب ګاو به د ملګرو ملتونو له دفتره ارګ ته راولي او پاچا به یې اعلانوي، خو لله الحمد چې د ارګ پر ځای یې په دار راوځړاوه.

بله تمه هم دا کیده چې زوړ ظاهر بابا به راولي،

زما له نظره طالبان ډېر روښنفکره او پراخ نیته خلک دي خو ای افسوس تر هغو به یې خلک په قدر ونه پوهیژي تر څو یې د وحشي داعشیانو کرم نه وي څکلی.

رحمت الله

د ټولو دوستانو څخه په درنښت هیله کیږی چه دداسی لیکنو څخه ځان وساتی چه حساسیتونه را پاروی ځکه اوس د ټولو افغانانو لږ هیله پیدا شوی چه کندی وی چه الله ج نور په موږ ورحمیږی او ددی ناخوالو نه مو خلاص کړی او زموږ په ملک کی سوله راشی. که مو توان کیږی دواړه لوری تشویق کړی چه په خپلو وطنوالو ورحمیږی او هر څنګه چه کیږی د سولی په لور کړندی قدمونه واخلی تر ډیرو امتیازونو غوښتلو او تور بریښونو تیر شی
وسلام

Back to top button
17
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close