افغانستان

فرانسه: پخواني ولسمشر له قرآنکریم د ځينو ایاتونو د ویستلو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): د فرانسې پخواني ولسمشر نکولاس سرکوزي او د دې هېواد دریو پخوانیو وزیرانو ویلي له قرانکریم نه باید ځینې ایاتونه لرې کړل شي.

د ټې آر ټې – پښتو؛ د راپور له مخې له سرکوزي سره په دې برخه کې د مسیحي او یهودي ټولنو استازو، سیاستوالو او ځینو لیکوالو هم دا غوښتنه کړې چې د ټولو شمېر تر ۳۰۰ تنو رسېږي.

دوی په یوه لیکلي بیان کې ویلي، په قرانکریم د کفارو خصوصاً یهودانو په اړه راغلي ایاتونه باید لرې کړل شي.

د ترکیې ویاند او د لومړي وزیر مرستیال بکر بوزداغ دوی د یوویشتمې پېړۍ ابوجهلیان او لوېدیځوال داعشیان بللي دي.

د هغه په وینا د تاریخ په اوږدو کې تر سرکوزي زورور ابوجهل راغلي او تېر شوي دي خو د قرآن د تحریف زور يې اوبه شوی دی.

بکر بوزداغ هغه قرآني ارشاد ته اشاره وکړه چې پکې الله جل جلاله پخپله د قرآن د حفاظت ژمنه کړې ده.

هغه دا د عیسویانو، یهودیانو او په ټوله کې لوېدیځوالو له اسلام سره ښکاره دښمني بللې ده.

افغان حکومت د اسلام پر وړاندې د ګډو کفارو د دې بیان په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې په فرانسه کې پر حجاب بندیز ستایلی دی.

د محمد اشرف غني مېرمن رولا غني په ۲۰۱۴م کال په فرانسه کې پر مسلمانو مېرمنو د حجاب بندیز وستایه او له ارګه يې غږ وکړ، چې په حجاب کې مېرمنې ړندې ښکاري.

هغې د فرانسې مسلمانې مېرمنې مخاطبې کړې: «ټولې هغه ځوانې انجونې چې علوم زده کوي، حجابونه چې د ښوونځي څخه دوی وباسي، باید ويې غورځوي.»

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالصبور

د ترکیې پر حکومت دي آفرین سي چې ددا یوویشتمې پیړۍ پر ابوجهلیانو باندې لفظي بریدونه او د دولت په کچه مبارزه او مخالفت ورسره
کوي

احمد

زما په آند د ترکیه جواب دامت مسلمه په نمایندګی کفایت کوی ۰او هغه خلک چی له لیکلو نه یی دنن ټکی اسیا پاڼی ته ښکاری چی دجهاد مخالفین د ی هغوی ته په کار ده چی دفرانسی د سرکوزو (خنځیرانو) له نظر نه عبرت واخلی او دکفارو دښمنی دی داسیلام خلاف وګوری البته که څه دبصیرت وسیله الله ج ورکړی وی ۰پاتی شو اشرف غنی ده خو پښتو هم وشرموله ځکه بی حجابی د جینکو فرانسه کی تایدوی ۰ده ته نه پښتو نه افغانیت او نه هم اسلام ورپاتی ده ۰ او رولاګی خو واضح خبره ده چی دسرکوزی ملګری ده۰

pattang

دا ټول د احمق زامن دي ، دوی خپله لوچکي ښکاره کوي ، دوی د 1,5 ملیارده مسلمانانو د زړو څخه د قرانکریم ایاتونه نشي لرې کولی هغه زمونږ عقیده او په زړو کې مو کلکه پرته ده ! نو که په فرانسه کې لريکول غواړي دا خو حقوقي مسئله او څوک چې په اصل کې ګوتې وهي هغه حقوقي جزا لري !
دا کار حماقت او پرو پاکنده ده ! سرکوزی منافق د هنګري یهود اصله دی !! اسلامي ملکونه داخبره نشي منلی خوشې جهالت دی او نه کلام دخدای څوک لنډولی او یا اوږدولی شي !!

نا پيژاند

الله د تر تولو لومري دا تر غوندو غت ابوجهل “بيشرف غريب” ورك كري

نا پيژاند

الله د لومري دا ترغونده غت ابوجهل “بيشرف غريب” ورك كري

غ.حضرت

یو څو تاوده ټکی:
عجبه د رنډۍ زامن دی دا ځینی او حتی اکثره غربی سیاستمداران!
په کومه بله جبهه کی چه ماتی وخوری نو ځانونه په کومه بله ویاله کی مینځی.
دا سرکوزی یا پښې کوزی او فکری انډیوالان ئې هیڅ شرم او حیا نلری البته د امپریالیسټی افکارو د خاوندانو څخه د شرم توقع خپله یو بې شرمانه کار دی.
زه د یو افغان – مسلمان- غیر مسلمان- عیسوی– هندو- بودائي او…. په توګه نه بلکه د یو آزاد خیال انسان پتوګه فقط غواړم ووایم چه:
۱- د مسلمان او غیر مسلمان د کړنو ژور توپیر پدې کی دی چه د مسلمان په کتاب کی د قتل او قتال مسئله مطرح ده ( البته د ځینو خاصو زمانی او مکانی شرائطو په ظرفیت کی) خو عملاً هیڅ رښتینی مسلمان نه اجازه لری او نه هم قدرت چه بېګناه انسانان ووژنی امّا د لیبرالیزم مجهزی لښکری په خوله د هری بدی کړنی ( قتل او قتال او توطئې او دسیسې) څخه منکر دی خو په عمل کی دا ټولی بدی کړنی تر سره کوی، تر سره کړی ئې دی او ترسره به ئې کړی.
۲-دا سرکوزی او هغه ته منسوب ټول فرانسویان د افریقا د لوئئ وچی د مظلومو وګړو د استعمار او استثمار او لوټولو په چارو کی مستقیماً لاس درلود او لاس لری .
۳- فرانسویانو د نورو غربیانو تر څنګ د ساړه جنګ په دوران کی د شنه کمربند په تړلو کی چه د کمونیرم د مخنیوی په موخه رامنځته شو، ستره ونډه درلوده، هغه وخت ولی دا قرآنی آیاتونه ګټور وه؟
۴- نن ورځ د غربی استعمار د شومو پلانونو د عملئې په وړاندی اسلامی تفکر یو ستر خنډ ګڼل کیږی که څه هم ډېره هڅه شوېده چه دا تفکر ډېر برجسته ونه ښکاری بناً دا ډول خبیث فریادونه د همهغه جانانه مقاومت د درد نه راپورته شوی فریادونه دی.
۵- د ټولو اروپائي هیوادونو په پرتله په فرانسه کی ډېر یهود اوسی، اسرائیل!!! ته ددې یهودو د مهاجرت پخاطر ډېری پلیدی او اکثراً خونړۍ توطئې او دسیسې پکار لوېدلی دی څو دا یهود تطمیع او تحریص او تحریک او تخویف او تشویق شی او د فرانسې هیواد پرېږدی او اشغال شوی فلسطبن ته مهاجرت وکی خو داسی ښکاری چه دا پلانونه د ماتی سره مخامخ شویدی او فرانسوی یهودان نه غواړی خپل هیواد یعنی فرانسه پرېږدی ، د اسلام په وړاندی د فرانسویانو ګوستأخی هم همدا یهودی ریښه لری. په فرانسه کی پدې وروستیو کلونو کی چه کومی تروریسټی پېښی رامنځته شویدی علت ئې همدا د فرانسوی یهودانو په زړونو کی د بېری او وحشت د تخم شندنه ده چه بېله شکه دا تروریسټی حملې د اسلام د دښمنانو لخوا طراحی او اجراء شویدی البته ظاهراً اسلامی! !! جهاد بلل شویدی خو په حقیقت کی کیسه بله ده.
۶- سرکوزی او د هغه ګوزک انډیوالان دی خپل هیواد د انارشیسټانو او نژاد پرستانو د منګلو څخه وژغوری په نورو خبرو دی خوله نه پوری کوی. همدا پنځه میاشتی مخکی د نوی عیسوی کال په شپه یوازی د پاریس په ښار کی تر درو زرو زیات موټران وسوځېدل، همدا څو ورځی مخکی د می په لومړی نېټه د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ په نښته کی سلګونه خلګ زخمیان او لسګونه ګرفتار شوه. بناً ستاسو فرانسویانو ادې ……
پدې مُرداره دموکراسی او مُرداره حقوق بشری ادعا.ستاسی حرامیانو د قلم او د بیان آزادی فقط داده چه د یو میلیارډ انسانو عقائدو ته توهین وکی.
۷- سرکوزی د خره بچئ خپله پخپل هیواد کی د خپل قانون او بیرغ لاندی په درو څلورو مالی او اخلاقی جرمونو متهم دی، غواړی پدې ډول خبرو خپل ځان تسکین کی.

روح الله روحمل

الله ج مهربانه ذات دی ان شاء الله د سرکوزی په دی خبره به د نړی مسلمانان سره یو شی او د کفر په ضد به ودریړی او زه فقیر بنده له مسلمانانو څخه هیله کوم چی راځی د قرآن کریم په حفظ ولو شروع وکړو

محمد

وعده ی که خداوند متعال داده تغییر ندارد قرآن دردل علما وحافظان هک ومهر سنگی شده است هیچکس وهیچ کاری هم نمی‌تواند

جمشید احمد

سرکوزی لکه څرنګه چی یی نوم سرکوزی ده همدارنګه د دوزخ له سرکوزو څخه یو سرکوزی ده هغه دی له هغه یهودیانو وپوښتی چی صلاح الدین ایوبی درس ورکړی او له هغه یهودیانو دی وپوښتی چی حضرت عمر (رض) درس ورکړیده چی دوی یی په څه باندی له قدس او سعودی عرب نه وایستل

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close