افغانستان

د عبدالله، ټاکنو کميسون او م م د استازو ګډه غونډه شوې

نن ټکی اسيا: د ملګرو ملتونو “يونامان” څانګې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د يوناما د استازو په منځګړتوب د ډاکتر عبدالله عبدالله او د ټاکنو خپلواک کميسون غړو په يو شمېر اړينو مسايلو خبرې اترې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د عبدالله د ټاکنيز بهير استازو او د ټاکنو د خپلواک کميسون غړو په ګنو اړينو مسايلو خپل نظرونه سره تبادله کړل.
يوناما دواړه لوري هڅولي، چې د ټاکنو د نتيجو په اړه د يو بل خبره واوري او يوې معقولې پريکړې ته ورسيږي.

خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې د نوموړې غونډې نتيجه څه وه او د عبدالله عبدالله استازو د يوناما او ټاکنو کميسون سره د خپلو اړيکو او د ټاکنو د پايلو په اړه څه و ويل.

وړمه ورځ د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ويلي و، چې تر څو، د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالانشاء ريس ضياءالحق امرخيل له دندې نه ګوښه شوی، دی به د ټاکنو کميسون سره خپل پريکون ته دوام ورکوي.

پرون دوشنبه د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالانشاء ريس ښاغلي امرخيل له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو ډاکتر عبدالله اوس وايي، چې د امرخيل استعفا د ده د شرایطو له جملې څخه وه.

عبدالله ونه ويل، چې د ده نور شرایط څه دي، چې بايد تر سره شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند نورمحمد نور له ښاغلي عبدالله عبدالله غوښتي، چې د ضياءالحق امرخيل له استعفا وروسته بايد د ټاکنو کميسون سره خپلې اړيکې له سره جوړې کړي او خپل ناظرين د ټاکنو کميسون مرکزي او د لاويتونو دفترونو ته ولېږي.

نور زياته کړه، چې سبا چهار شنبه د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو وروستۍ ورځ ده او له سبا وروسته به د ټاکنو اړوند د هيچا شکايت نه اوريدل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x