د دې ۱۰ تګلارو په مرسته خوشاله او له مثبت لید سره ژوند وکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هر چا په خپل ژوند کې داسې ورځې تجربه کړې دي، چې ترې نا خوښه دی، خو دوامداره ناخوښي کولای شي، ستاسو روغتیا، دنده او اړیکې مو تر اغېزې لاندې راولي. خوشالي یو ځانګړی ذهني وضعیت دی. د خوشاله اوسېدلو په اړه فکر وکړئ، ترڅو ښه او غوره احساس تر لاسه کړئ. دلته په ځینو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، چې له تاسو سره په دې کار کې مرسته کوي.

۱ ـــ خوشبین واوسئ، ژوند ته په مثبت لید سره وګورئ، ترڅو ځان د ډېرې انرژۍ او خوشالۍ د احساس له کبله، چې په برخه شوي مو دي، حیران کړئ. په یاد ولرئ، چې خوشاله او مثبت کسان تر ډېره کولای شي، چې نور کسان ځان ته را جذب کړي.

۲ ـــ پراخ لید ولرئ او اجازه مه ورکوئ، چې کوچني مسایل مو اندېښمن کړي. خپلې موخې ته د رسېدو له پاره پایښت ولرئ، په دې لاره کې به له خنډونو سره مخامخ شئ؛ د هڅو پایلې او مکافاتو په اړه فکر وکړئ او د کوچینو مسایلو په اړه له اندېښنې او نا خوښۍ څخه لرې والی غوره کړئ.

۳ ـــ درنښت ولرئ او له نورو څخه مننه وکړئ.

۴ ـــ له ژوند څخه خوند واخلئ او داسې کارونه ترسره کړئ، چې له ترسره کولو څخه یې خوند اخلئ.

۵ ـــ په خپل ځان باندې پام وکړئ، ښه خواړه وخورئ او ورزش وکړئ.

۶ ـــ خپلو پروګرامونو ته بدلون ورکړئ؛ په خپلو ورځنیو پروګرامونو کې بدلون را منځته کړئ، ترڅو نوې انرژي پیدا کړئ. د کار او تفریح ترمنځ مشخصه پوله را منځته کړئ. د بوختونکو کړنو او فعالیتونو یا په آرام چاپېریال کې د فکر کولو له پاره، له کور څخه بهر شئ.

۷ ـــ له خلکو سره په اړیکه واوسئ، آیا یادېږي مو، کله چې یوه پخواني دوست مو په ناڅاپي توګه له تاسو سره اړیکه ونیوله، څه احساس مو درلوده؟ د خپل پخواني ملګري د کورنۍ له غړو او دوستانو سره اړیکه ونیسئ او له حاله یې ځان خبر کړئ.

۸ ـــ خلاق واوسئ او د خپلې خلاقې انرژۍ له پاره یوه لاره پیدا کړئ، مهمه نه ده، چې څومره بوختیاوې لرئ، د اوونۍ په وروستیو کې څومره د ستړیا او بې حالۍ احساس کوئ. که چېرې د خلاقو فعالیتونو له پاره، یو وخت ځانګړی کړئ، نو د ډېرې خوښۍ او خوشالۍ احساس به وکړئ.

۹ ـــ له یو چا سره خبرې وکړئ، د خبرو کولو او د احساساتو د بیانولو له پاره خپل یو دوست وټاکئ، هغه به ستاسو په اړه قضاوت ونکړي، هغه ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، ځکه چې پوهېږي، تاسو به هم د هغه له پاره همدا چاره ترسره کړئ.

۱۰ ـــ بښونکي واوسئ، ښایي وخت یې را رسېدلی وي، چې کوم کس یا خپل ځان د هغه څه په خاطر چې را منځته شوي او یا هم ویل شوي وبښئ، تېرې پېښې او تېروتنې ومنئ او هېرې یې کړئ، په دې باندې ځان پوه کړئ، چې نه شئ کولای وخت بېرته شاته وګرځوئ. خپلې خوښۍ او خوشالۍ د تېرو ناهیلیو او ماتو په هېرولو سره بېرته تر لاسه کړئ. خواشیني مه اوسئ، خوشاله اوسئ، په رښتینې نړۍ کې، نه شو کولای، چې له نورو څخه دا هیله ولرو، ترڅو زموږ له پاره خوشالي رامنځته کړي. خوشالي د ذهن هغه حالت دی، چې کولای شي په بشپړه توګه ستاسو تر کنټرول لاندې وي. خپل د خوښې وړ چاپېریال په داسې ډول را منځته کړئ، چې د ژوند د ښو او مثبتو  اړخونو د پېژندنې او له هغو څخه د خوند اخیستنې له پاره فرصتونه برابر کړي، د خوشاله اوسېدو له پاره هڅې وکړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د