fbpx

ننګرهار: ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په رودات ولسوالۍ کې ترافيکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنیو ته وويل، پېښه نن سهار شاوخوا ۷بجې د يادې ولسوالۍ په سرخ دېوال سيمه کې د ټوډي او سراچه موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته كړه، په دې ترافيكي پېښه كې د يوې مېرمنې او دريو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

د خوږياڼي په خبره، پېښه د دواړو موټرونو د چلوونکو د بې احتياطۍ له كبله رامنځته شوې ده.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بیلابیلو سیمو خصوصاً د لویو لارو په اوږدو کې وخت پر وخت د خونړیو ترافیکي پیښو خبرونه ورکول کیږي چې له امله یې د سر لوی زیان رامنځ ته کیږي. خو په حکومتي کچه یې د مخنیوي تدابیرو ته د پام وړ هیڅ توجه نه ده شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د