نړۍ

سپینه ماڼۍ: د ټاکنو د درغليو په اړه ادعاوې بايد رسمي ارګانونه وڅېړي

د امریکا حکومت وايي، چې د افغانستان په ټاکنو کې دې درغلې او تورونه بې پرې وڅېړل شي او په خبره يې دا چې د ټاکنو د درغليو او تورونو  په اړه شوې ادعاوې بايد د رسمي ارګانونو له خوا وڅېړل شي.
په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیسټ رسنیو ته ويلي دي، چې دوی په افغانستان کې ټاکنیزه پروسه او روان حالات له نږدې څاري.

د سپینې ماڼۍ د ویاند له قوله باید په افغانستان کې له ټاکنیز کمیسیون سره د درغلیو د سپیناوي په برخه کې مرسته وشي. د نوموړي په خبره امریکا له دواړو نوماندانو غواړي چې له یاد کمیسیون سره د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي او له تاو تریخوالي ډډه وکړي.
سپینه ماڼۍ وايي، چې دوی هیله مند دي، چې د ټاکنو له کمیسیون او دواړو نوماندانو سره مخامخ اړیکه ونیسي، ترڅو په خبره يې ستونزې ژر هوارې شي. د سپینې ماڼۍ د ویاند له خولې دوی د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او له دوی سره به په ډیموکراټیکه پروسه کې دخيل وي. نوموړي په دواړو نوماندانو غږ وکړ، چې له افغاني عنعناتو سره سم او هم د افغانستان د قوانینو په رڼاکې خپلې ستونزې هوارې کړې.
د ټاکنو د رایو د شمېرلو په وخت کې د همدې ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو کمیسیون په درغلیو تورن کړ او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د پخواني ریس ضیاء الحق امرخېل د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه. ډاکټر عبدالله وويل، چې دوی ته تر هغو د رایو شمېرل او پایلې د منلو نه دي، تر څو نوموړی ریس له دندې ګوښه شوی نه وي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم له لوري په مرکز کابل او د هېواد په ځینو شمالي ولایتونو کې لاریونونه وشول چې باید ضیاء الحق امرخېل د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه لرې شي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پخواني ریس ضیاءالحق امرخېل وروسته له هغه پرون خپله استعفا وړاندې کړه، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم له لوري يې په رسنیو کې یو غږيز کلیپ خپور شو او نوموړی يې  د دوی په خبره په مستنده توګه په درغلۍ ملامت کړ.
امرخېل د خپلې استعفا پر وخت پر دې ټینګار کاوه، چې نوموړی له کوم فشار پرته یواځې دملي ګټو د خونديتوب په خاطر استعفا ورکوي، په داسې حال کې چې ناتاید شوي راپورونه وايي، چې نوموړي له ارګ نه له راوتلو وروسته خپله استعفا اعلان کړه.
ولسمشر حامد کرزي د نوموړي استعفا ستايلې ده او په خبره يې د ټاکنو د پروسې د ستونزو دحل په منظور دا یو نېک ګام دی. بل خوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانو له امنیتي چارواکو غوښتي چې د امرخېل د غږيز کليپ سرچینه باید روښانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x