fbpx

۱۰ خطرناک کسان، چې باید ترې لرې شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ ځان غوښتونکي کسان:

کله وخت غرور او ځان غوښتنه یو اخلاقي فضیلت ګڼل کېږي، خو کبرجن اوسېدل یانې تاسو له ځان غوښتنې څخه مالامال یاستئ او داسې فکر کوئ، چې له نورو څخه غوره یاست. د هغو کسانو ترڅنګ اوسېدل، چې له تاسو سره درنښتیز چلند نه کوي او تل تاسو رټي او ګواښي مو، کولای شي، ستاسو د شخصي پرمختګ له پاره زهرجن واوسي.

۲ ـــ کینه کښ کسان:

دا کسان له دې څخه ډېر زیات خوند اخلي او خوشالېږي، چې تاسو په ستونزمنو شرایطو کې واوسئ او ستاسو بریا هغوی خواشیني کوي. هغوی په دې باور دي، چې تر تاسو زیات  بریا ته د رسېدو وړ دي، ښایي بریا ته د رسېدو په لاره کې، تاسو هغوی خپل ملاتړي او ملتیا کوونکي وګڼئ، خو کینه کښه کسان دا غوره ګڼي، چې ستاسو د تواضع او عقلانیت په اړه کرکه څرګنده کړي. هر څنګه او په هر بیه چې کېږي دا ډول کسان له ځانه لرې کړئ.

۳ ـــ دوکه باز کسان:

دا کسان ستاسو په خوښیو کې له تاسو سره دي، کله چې د هغوی مرستې ته اړتیا لرئ، نو ستاسو تر څنګ نه پاتې کېږي، نه شئ کولای، چې په هغوی باندې تکیه وکړئ، هرڅومره چې ژر کېدای شي، دا ځانګړتیا پکې تشخیص کړئ او دې اړیکو ته پوله او برید وټاکئ.

۴ ـــ شاته تلونکي کسان:

دا کسان ستاسو د پرمختګ لاره پېچلې کوي او تاسو تېرو عادتونو ته ور ګرځوي؛ هغوی غواړي، چې تاسو خپل تېر موقعیت ته بېرته ور وګرځئ او ځای په ځای ودرېږئ. ښایي د دا ډول کسانو تشخیص سخت وي، دا هغه کسان دي، چې تل  ستاسو  له  ژوند څخه نه جلا کېدونکې برخه وه او ښایي نا لیدلي ګنل یې ستاسو له پاره ستونزمن کار وي، خو غوره ده، چې هغوی خبر کړئ او هغوی ته یادونه وکړئ، چې بریا څومره درته مهمه ده، که چېرې هغوی نه شي کولای، چې له تاسو سره موافق شي، کولای شي، خپله لاره جلا کړي.

۵ ـــ قضاوت کوونکي کسان:

هېڅ وخت او هېڅ څیز د قضاوت کوونکو کسانو له نظره ښه نه دي. هغوی په دې باور دي، چې باید فراد د هڅونې پرځای ډېر ورټل شي او پرې نیوکې وشي، حتا هغه وخت چې نیتونه ښه دي او تاسو غواړئ، چې د خپلې اصلي انګېزې په اړه معلومات ورکړئ، تاسو ته به غوږ ونه نیسي، هغوی ښه معاشران نه دي، ځکه چې ښه اورېدونکي نه دي. هر څنګه چې کېږي، له دا ډول کسانو څخه لرې شئ.

۶ ـــ کنټرول کوونکي کسان:

دا کسان دې ته ډېر لېواله دي، چې نور کنټرول کړي. د هغوی خوښېږي، چې تاسو یې امرونو ته غوږ ونیسئ، هغوی کولای شي په دوکه بازۍ او مکارۍ سره، تاسو دې ته اړ کړي، چې غوښتنې یې ومنئ. له دا ډول کسانو څخه لرې والی کولای شي، ستاسو له پاره یوه غوره ټاکنه وي، ځکه تاسو نه شئ کولای، چې د هغوی په چلند کې بدلون را منځته کړئ.

۷ ـــ درواغجن کسان:

دا سمه ده، چې درواغ ویل، معمول او دود دي او ځینې درواغ بې زیانه دي، خو هغه کسان چې په پرله پسې توګه او هر وخت درواغ وایي، کولای شي تاسو له منځه یوسي. تاسو د پرمختګ له پاره باید خپلې شاوخوا ته د باور وړ کسان ولرئ، هغه کسان چې له تاسو څخه ملاتړ کوي او تاسو ته ښې مشورې درکوي.

۸ ـــ آوازه خپرونکي کسان:

دا کسان رښتیني نه دي او حقایقو ته بل ډول جامه ور اغوندي او معلومات تحریفوي، دا کسان غواړي، چې ځان په نورو باندې ومني، نو له دې امله هڅه کوي د آوازو په خپرولو سره د نورو پام ځانته را واړوي. کله چې غواړئ د دې کسانو له خوا را منځته شوې ستونزې حل کړئ، تر ټولو غوره لاره داده، چې یاد کسان له خپل ژوند څخه بهر کړئ، دا کسان د سرطاني تومورونو په څېر دي.

۹ ـــ مزاحمت کوونکي کسان:

دا کسان یوازې په دې دلیل ستاسو په ژوند کې نه دي، چې له تاسو څخه تغذیه وکړي. په ځینو حالاتو کې ګټه اخیستنه ګټوره ده، خو نه چې د یوه پرازیت په وسیله وي. د دې کسانو نیت یوازې خپله ګټه ده. په هره بیه چې وي، باید دا کسان نالیدلي ونیسئ.

۱۰ ـــ هغه کسان، چې ځانونه قرباني ښکاروي:

دا کسان هېڅکله مسئولیت منونکي نه دي، هغوی تل د نورو په لور د نیوکې ګوته پورته کوي او هېڅکله خپله تېروتنه نه مني. د هغوی غبرګون کولای شي ستاسو د بریا له پاره زیان راوړونکی واوسي. له هغوی څخه د خلاصون له پاره، تر ټولو غوره کار، له خپل ژوند څخه د هغوی بهر کول دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د