افغانستان

فاریاب ولایتي شورا: طالبانو بلچراغ کې ۲۱ پوستې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولایتي شورا وايي طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې د دولتي ځواکونو ۲۱ پوستې نیولې دي.

د دې شورا رییس وايي طالبانو د تېرې شپې په جګړه کې ۱۲ کلي نیولي او یو زرهي ټانک، تجهیزات او وسلې يې له هم له ځانو سره وړې دي.

د ولي محمد رحماني په نامه یو تن قومندان رسنیو ته ويلي په جګړه کې يې طالبانو ته هم درانه تلفات اړولي دي.

طالبانو هم د کولیان سیمې نیول تایید کړي او په خپره کړې خبرپاڼه کې يې ویلي، په جګړه کې يې له لیزرې او درنو وسلو هم کار اخیستی دی.

طالبانو د دولتي عسکرو او خپلو تلفاتو دقیق شمېر نه دی یاد کړی، خو ويلي يې دي ګڼ دولتي عسکر يې وژلي او ډېر نور يې ژوندي نیولي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی ځواکونه اوس د دې ولسوالۍ په تغلمس سیمه کې پر جګړه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x