افغانستان

یوناما د دشت ارچي د بمبار په اړه د دفاع وزارت ادعاوي دروغ ثابتې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) د حقوق بشر ادارې د دفاع وزارت هغه ادعاوي دروغ ثابتي کړې چې د کندوز په دشت ارچي کې يې ګواکې د طالبانو مشران له منځه وړي دي.

د روان کال په وري میاشت کې د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ دفتاڼو بازار ته څېرمه د افغان ځواکونو له لوري د دستار بندۍ پر مراسمو بمبار درنه مرګ ژوبله واړوله.

له پېښې نږدې دوه اوونۍ وروسته هم دفاع وزارت ټینګار کاوه، چې دلته يې ولسي وګړي نه دي وژلي بلکې د طالبانو پر یوه نظامي غونډه يې بمبار کړی دی.

یوناما پخپل راپور کې له شاوخوا ۹۰ تنو سره مرکې کړې، چې یا د پېښې عیني شاهدان پاتې شوي یا يې هم د کورنۍ غړي او خپلوان په دې بمبار کې له لاسه ورکړي.

د سرچینې په وینا د افغان ځواکونو له لوري په بمبار کې ۱۰۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې چې ۸۱ تنه يې یوازې ماشومان دي.

راپور زیاتوي چې لا هم په لټه کې دي او کره شواهد ګوتو ته ورغلي چې ښايي دا شمېره تر دې هم لوړه شي.

ارګ هم له دې پېښې وروسته سیمې ته د پلاوي د لېږلو خبر ورکړ او ژمنه يې وکړه چې اوونۍ وروسته به معلومات له رسنیو سره شریکوي، خو تر میاشتې تېرېدو وروسته يې هم څرک ونه لګید.

دې پېښې چې د خلکو توند غبرګونونه يې راپارولي و، دفاع وزارت يې په اړه د یوناما له راپور وروسته دریځ بدل کړی دی.

د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وايي دا څېړنې وخت ته اړتیا لري دوی هڅه کوي چې د یوناما له لوري وړاندې شوي تلفات دقیق کړي.

هغه چې وړاندې تر دې يې په دې تړاو څېړنې بې اساسه بللې، ټینګار کاوه چې دلته هیڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی اوښتی او د دوی ځواکونو خپل هدف دقیق پر نښه کړی او د طالبانو نظامي غونډه يې بمبار کړې ده.

طالبانو هم له خپل اړخ نه د ملکي تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون له ادرسه د وژل شویو او ټپیانو ملکي وګړو نوملړ خپور کړی و، چې شمېر يې تر ۲۱۰ تنو رسېده، دا څېړنه یوازې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې شوې وه.

د ځايي اوسېدونکو په قول په دې بمبار کې ۱۵۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x