
جهاد – لومړی برخه (۱)
الحمدلله رب العالمين , والعاقبة للمتقين , والصلاة والسلام على أشرف خلق الله وسيد المرسلين , وعلى آله وصحبه أجمعين ، أما بعد !
الله تعالى په خپل کتاب کې فرمایي : أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ـ
ترجمه : د جنګیدلو اجازت ورکړای شو هغه چاته چې ورباندې ظلم شوی وو ، او یقینا الله تعالی دوی سره په مرسته کولو قادر ذات دی – آیت
الله عزوجل په یو بل ځای کې فرمایي : “وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ ”
ترجمه : هغه کسانو چې زمونږ په لاره کې جهاد وکړ ، نو مونږ به ورته خپلې لارې وښایو ، او یقینا چې الله تعالی د نیکو کارانو سره دی ـ آیت
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ” الجهاد ماضٍ إلى قيام الساعة ” .
ترجمه : جهاد به د قیام ورځې پورې جاري وي ـ حدیث
کله چې د اسلام مقدس دین دنیا ته راغی ، رسول صلی الله علیه وسلم په پیغمبری مبعوث او د رسالت چارې ور وسپارل شوي ، د خلکو هدایت ته د رابللو او د ګمراهې څخه د نجات عهده یې په غاړه واخیستله ، په هغه وخت کې ځمکه د شرک ، بتانو او غیر الله د عبادت څخه ډکه وه ، خلکو په ښکاره جهالت او واضحې ګمراهۍ کې ژوند تیراوه ، په توحید نه پوهیدل ، د هغوې تر منځ د توحید او شرک مفاهیم دومره سره مختلط شوي وو چې د ګناهونو او شرک پروا یې هم نه کوله ، په خاص ډول د عربي جزیرې او عام ډول له نړۍ څخه توحید کوچ کړی وو ، تردې چې د اسلام سهار د اوږدې شپې د تیارو له تیرویدو وروسته بیا را ظاهر شو ، د الله تعالی د هدایت نور او رڼا د ګمراهیو په تورتمونو کې ډوبه نړۍ بیا روښانه کړه ، او آسمان او ځمکې خلکو ته د رحمت لمنې پرانیستې ، نو له دې ځایه د بشریت په تاریخ کې یوه نوې مرحله شروع شوه .
اسلام د خپل ژوند او راتګ په لومړیو مراحلو کې د شرک او باطل د پیروانو سره په قوي ټکر او مقابلې کې واقع شو ، همدا وجه وه چې قریشو او د مکې مشرکینو د اسلام مقابلې ته سینه څپر کړه ، او د اسلام څخه د خلکو په منع کولو یې لاس پورې کړ ، د تعذیب او ځورولو مختلفې طریقې او اشکال یې د مسلمانانو د بې لارې کولو اوله دین څخه د اړولو په لار کې په کار واچول ، د اسلام په نشرولو کې تر ټولو ډیر تکالیف او مشقتونه زمونږ خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وګالل ، مشرکینو به د هغه استهزاء کوله ، ښکنځلې به یې ورته کولې ، د هغه سره به یې دښمني کوله ، او په بدو او پوچو صفاتو یې یادولو ، او د هغه د ځورولو او تعذیبولو لپاره به یې د هغه رب ته سپکې او سپورې ویلې ، د دې امت فرعون ابوجهل به ورته ویل : والله ای محمده یا به زمونږ معبودانو ته بدې ردې نه وایې ، او یا به ستا هغه رب ته ښکنځلې کوو چې ته یې عبادت کوی .
رسول صلی الله علیه وسلم او د هغه تر څنګ کوچنې ډله مسلمانان د کفارو له دی عذاب او ځورولو ډیر په تنګ راغلل ، د مشرکینو د ظلم او شدت څخه ډیر وځوریدل ، پر هغوی د مشرکینو عذاب خپل آخري حد ته ورسید ، همدا وو چې الله تعالی د خپل رحمت په بنا مسلمانانو ته د هجرت امر وکړ ، مسلمانانو د خپل رب د امر پلي کولو او د کفارو له عذابه د نجات موندلو په باب د مکې څخه هجرت وکړ ، تر خپلې شا یې خپل کورونه او مالونه یوازې او یوازې د الله ددین لپاره پریخودل ، د خپل دین د ساتلو او ایمان د ژغورلو لپاره لرې پردیو هیوادونو ته مهاجر شول ، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ ، د هر ګوډ څخه نور مهاجرین هم مدینې ته راټول شول ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته په مدینه کې د اسلام یو قوي او محکم بنسټ کیښود ، اسلامي شریعت یې نافذ کړ ، او هلته یې د یو داسې دولت په تاسیس لاس پورې کړ چې په شرق او غرب کې یې کفار لړځول ، او د مکې د مشرکینو غړي او اندامونه یې له ویرې رپیدل ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مهاجرینو لا په مدینه کې ډیر وخت نه وو تیر چې د کفر شرک او الحاد ډلګیو د هغوې په خلاف اتحاد وکړ ، او د هغوی مقابلې ته راووتل ، او د اسلام په دې نوي زیږیدونکې دولت یې د جنګ اعلان وکړ ، هغه دولت چې اساس یې د اسلام ستر لارښود محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم ایښی وو ، او له دې ځایه د مسلمانانو په ژوند کې یوه نوې مرحله پیل شوه ، چې هغه د جهاد او مبارزې مرحله وه ،
الله تعالی فرمایي : أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ـ
ترجمه : د جنګیدلو اجازت ورکړای شو هغه چاته چې ورباندې ظلم شوی وو ، او یقینا الله تعالی دوی سره په مرسته کولو قادر ذات دی – آیت
الله عزوجل په یو بل آیت کې فرمایي : وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ” .
ترجمه : او ددې کافرانو سره تر هغه پورې وجنګیږې ، چې فتنه پاتې نه شي ، او ټول دین د الله لپاره شي ـ آیت
کله چې رسول صلی الله علیه وسلم د الله تعالی دا حکمونه مسلمانانو ته واورول ، نو صحابه کرام ډیر خوشحاله شول ، او ددې زیري په خوشحالی کې یې د الله اکبر ملکوتي نعرې پورته کړې ، د الله تعالی د رضا حاصلولو ، د الله ددين د غالبولو ، د خپلو مغصوبو حقوقو د اعاده کولو او د مظلومانو د مرستي لپاره ټولو مسلمانانو دې الهي فرمان ته لبیک ووایه او ټول د جهاد او غزا میدان ته د تلو لپاره حاضر شول .
د الله تعالی مسلمانانو ته د جهاد امر او د مشرکینو او کفارو قتال یوه لویه کامیابي ګنل کیده ، ځکه چې د جهاد له دې حکم وروسته د الله تعالی لخوا یو موعود نصرت راتلونکی وو ، له دې امله مسلمانانو ته د ډیرو تکلیفونو او مشکلاتو زغمولو وروسته پوره خوشحالي حاصله شوه ، او دا په حقیقت کې دوه خوښې وې ، یوه د جهاد او قتال د اذن او اجازی ، او بله هم د هغه موعود او راتلونکي نصرت زیری چې ددې جهاد او قتال په نتیجه کې منځ ته راتلونکی وو ، نو له هماغه وخته د کفري او شرکي قواوو سره د مسلمانانو مقابلي پیل شوې ، چې تقریبا په ټولو کې بری د مسلمانانو په برخه شو .
د اسلام د نه ماتیدونکي ځواک په مقابل کې د کفر ، شرک او الحاد لویو قوتونو لکه د فارس او روم امپراطوریانو شکست وخوړ ، له دې فتوحاتو وروسته د اسلام دایره پراخه شوه ، اسلام له مدینې هم بهر راووت ، تردې چې د اسلام د زمریانو او مجاهدینو آسونه د اندلس تر خاورې ورسیدل ، په شرق او غرب کې د حق او باطل جګړې پیل شوی ، او له دې وروسته یوازې اسلامي امت وو چې ددنیا په لویه برخه یې حکومت کاوه او راج یې چلیده ، دا ټول یوازې د الله تعالی په فضل او کرم او بیا د هغې مجاهدې ډلې د قربانې په نتیجه کې چې اسلام یې په حقیقي معنی سره پیژندلې او عمل یې پرې کړی وو ، هغه صادق او حقیقي مؤمنان چې د الله تعالې په لار کې حق جهاد ته راووتل ، اسلام د دوې د قربانیو او فداکاریو له امله سرلوړی او غالب شو ، همدا وو چې مسلمانان هم د مجاهدینو د تورو د سیوري لاندې په عزت او خوشحالی کې اوسیدل ، عدل منځ ته راغی ، په یهودو او نصاراوو جزیه وټاکل شوه ، او اسلامي امت یو منتشر او حاکم قوت وګرځید ، ځکه چې د امت مسلمه عزت ، کرامت ، زرین تاریخ او سرلوړي په جهاد کې نغښتي دي ، او د جهاد نه غیر عزت نشته ، لاعز الا بالجهاد .
……
لیکوال : أنس شيرزاد
دیره منه