fbpx

آی پي ایل ۲۰۱۸: تر دې دمه غوره توپ اچونکي څوک دي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د تېرو پړاوونو په پرتله په روان ۲۰۱۸م پړاو کې پر توپوهونکو توپ اچونکي زیات کامیاب ښودل شوې دي.

په توپ اچونکو کې تر دې دمه د راشد خان لوبډله تر ټولو مخکې ده، چې په تېرو څو لوبو کې يې د کمو منډو دفاع په ښه توپ اچونه او ښه لوبډلمشرۍ په کامیابۍ ترسره کړه.

په تېره لوبه کې د راشد خان لوبډلې د ۱۴۶ منډو دفاع وکړه چې له دې وړاندې یې د ۱۱۸ او ۱۳۲ منډو هم کامیابه دفاع کړې وه.

له بل اړخه په توپ اچونکو کې تر ټولو غوره توپ اچونکی اومیش یادو دی چې په لسو سیالیو کې يې ۸.۱۴ اکانومي اوسط ۱۴ ویکټې ترلاسه کړي، له ده وروسته هاردیک پانډیا دی چې هغه هم ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

راشد خان د زیاتو ویکټو په لیست کې په څلورم نمبر دی، نوموړي په لسو سیالیو کې ۱۳ ویکټې په ۷.۱۵ اکانومي اوسط ترلاسه کړې دي، چې د توپونو میس کولو په لیست کې له اومیش یادو څخه وروسته په دویم نمبر دی، اومیش یادو ۱۰۳ او راشد خان ۹۹ توپونه میس کړې دي.

راشد خان پرته له دوه لوبو (چې هماغه دوه لوبو کې يې لوبډلې ماتې هم خوړلې) نور په هره لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره غوره او مهمه توپ اچونه ترسره کړې، چې د مخالف لوبډلې مهم لوبغاړي يې سوځولي دي، غوره بېلګه یې تېره شپه د ای بي ډيویلیرز ویکټه غورځول وو.

د افغانستان لخوا دویم لوبغاړی مجیب ځدراڼ دی چې په نهو سیالیو کې يې تر دې دمه ۱۲ ویکټې په ۶.۸۵ غوره اکانومي اوسط ترلاسه کړي، چې په دغه لیست کې په اووم نمبر دی، نوموړي د توپونو میس کولو په لیست کې په نهم نمبر دی چې یوازې ۸۲ توپونه یې میس کړې دي.

مجیب ځدراڼ که په ننۍ لوبه کې یوه ویکټه واخلي نو دغه لیست کې به په درېیم نمبر شي، او که چیرې دوه ویکټې واخلي نو له لومړي نمبر سره به یې د ۱۴ ویکټو نمبر برابر شي، خو که چیرې د تیرې لوبې په څیر په درې ویکټو اخیستلو بریالی شي د غوره توپ اچونکي خولۍ به ورپه سر شي.

مجیب ځدراڼ د خپلې لوبډلې لپاره په هره برخه (لومړي، منځني او وروستي) اورونو کې توپ اچونه ترسره کړې چې تر دې دمه کامیاب ثابت شوی، نوموړي د ویرات کوهلي او بټلر مهمې ویکټې هم ترلاسه کړي، هغه اوس د پنجاب لوبډلې یو مهم توپ اچونکی شمېرل کیږي.

د خوښې ځای دادی چې هغه لوبډلې کومو کې چې افغان توپ اچونکي لوبیږي، یوه په لومړي نمبر او بله اوسمهال په درېیم نمبر ده، د راشد خان لوبډلې په لسو میچونو کې ۸ ګټلي او ۲ بایللي چې په لومړي نمبر ده، او د مجیب لوبډلې په نهو لوبو کې ۶ ګټلي او درې بایللي چې په درېیم نمبر ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د