– ايا پوهېږې؟

ليكنه : حافظ سفیان خالد

حسن او حُسین -رضي الله عنهـما- غبرګوليان نه وه، بلکي حسن تر حسين -رضي الله عنهـما- يو کال مشر وو.

– ايا پوهېږې؟ رسول الله ﷺ ، أبو بکر، عمر بن خطاب او علي -رضي الله عنهم- د وفات پر مهال د ټولو عمر 63 کاله وو.

– ایا پوهېږې؟ صلاح الدين ایوبي په پښه ګوډ وو، په کومه غزا کي ټپي شو او تر مرګ پوري ګوډ وو، خو له جهاد څخه یې سستي ونکړه، لکه څنګه چي نوم صلاح الدين نه بلکي یوسف بن أیوب وو.

– ایا پوهېږې؟ خالد بن ولېد -رضي الله عنه- تر سلو زياتو معرکو -جنګونو- کي برخه اخيستې، خو هيڅکله يې ماته نه ده خوړلې، پر بدن یې داسي ځای نه وو، چي د توري، نېزې او غشي ټپ دي پرې نه وو، مګر بیا هم پر بستر وفات شو، دا ځکه چي رسول الله ﷺ دی د الله ويستلي توره نومولی وو او د الله توره نه ماتېدونکې وي.

– ایا پوهېږې؟ محمد بن قاسم الثقفي په تاريخ کي تر ټولو په عمر کوچنۍ فاتح دی، د 17 کالو وو چي د سند او هند ښارونه یې فتح کړل، زموږ ځوانان خو په دې عمر کي ماشومان بلل کېږي.

– ایا پوهېږې؟ تقريبا 500 امپراطوريو او مملکتونو د تاريخ په اوږدو کي د اسلام د له منځه وړلو هڅي وکړې، خپله ټول ختم سول مګر اسلام پاتي شو او پاتي به وي.

– ايا پوهېږې؟ الله تعالی لکه څنګه چي نارينه په سترګو کښته کولو امر کړي دي، همدا راز ښځو ته هم امر کوي، وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ او [اې پېغمبره ﷺ !] مؤمنو ښځو ته ووايه: چي خپلي سترګي تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. ..

– ايا پوهېږې؟ اسلامي امت يواځینۍ امت دی، چي -علم الإسناد- لري، د يوه عالم د شيخانو او استاذانو سلسله او لړۍ صحابه او رسول الله ﷺ ته رسېږي؛ ځکه نو نابلده نشي ور داخلېدلی او نه د تحریف چانس لري.‏