fbpx

د بشري حقونو د څار سازمان وايي ټول افغانستان کې خوندي ځای نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو د څار سازمان په خپاره کړي راپور کې ويلي، په ټول افغانستان کې خوندي ځای نشته.

دغه راپور چې په ۴۹ مخونو کې خپور شوی، په افغانستان کې له ۴۵ تنو سره د مرکو پر بنسټ برابر شوی دی.

د دې راپور له مخې د جګړې ډېره زیانمنه طبقه مېرمنې او ماشومان دي، چې د خپلو سرپرستانو له لاسه ورکولو وروسته له ستونزو سره مخ کېږي.

په راپور کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې جدي واوسي او پر مرسته کوونکو سازمانونو غږ شوی چې د مرستو لپاره منظم پروګرامونه ولري.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې تازه یوناما په کندوز کې د افغان ځواکونو د بمبار په اړه راپور خپور کړی دی.

یوناما پخپل راپور کې له شاوخوا ۹۰ تنو سره مرکې کړې، چې یا د پېښې عیني شاهدان پاتې شوي یا يې هم د کورنۍ غړي او خپلوان په دې بمبار کې له لاسه ورکړي.

د سرچینې په وینا د افغان ځواکونو له لوري په بمبار کې ۱۰۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې چې ۸۱ تنه يې یوازې ماشومان دي.

راپور زیاتوي چې لا هم په لټه کې دي او کره شواهد ګوتو ته ورغلي چې ښايي دا شمېره تر دې هم لوړه شي.

دغه پېښه د روان کال د وري میاشتې په دیارلسمه وشوه، چې پکې ۱۵۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

ياده دې وي د امریکا د ستراتېژۍ له اعلان سره هوايي بریدونه ډېر شوي چې زیات زیان يې ملکي وګړو ته رسېږي.

د امریکا دفاع وزارت څو ورځې وړاندې وویل چې یوازې په تېرو دریو میاشتو کې يې نږدې ۱۲۰۰ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په پلمه پرانیستو مرکزونو سره د چاودنو ډېرښت هغه څه دي چې روان وضعیت يې لا کړکېچن کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د