Dr abdullah 2

انتخاباتي غورځې پرځې به دچا په ګټه پای ته رسیږي؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا:سرمقاله: تيره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ضیاء الحق امرخیل له خپلې دندې استعفاء ورکړه.

امرخیل وروسته تردې استعفاء ته اړیستل شو چې د ډاکټر عبد الله لخوا ورباندې د درغلی تورولګول شو او له انتخاباتي کمیسون څخه یې د نوموړې د لیري د ګوښه کولو غوښتنه وکړه .

دا د ولسمشر کرزي د دولت په تیره ۱۳ کلنه دوره کې لومړی ځل دی چې یو ماموریې د ورباندې لګیدلې ناسم تور له امله له خپلې دندې استعفاء ورکوي.

د امرخیل په استعفاء کې د ورباندې لګیدلي تور ترڅنګ ښايي ډیر نور خارجي عوامل هم دخیل وي چې نوموړی یې په داسې چټکي سره دندې پریښودلو ته اړیست.

که خبره یواځې د اتهام وي نو ښاید د کرزي په ټوله کابینه او مجموعا په ټوله دولتي دستګاه کې داسې څوک نه وي چې هغه دې د فساد او اختلاس له توره خلاص وي ، بلکې اکثریت یې له جرمي شواهدو او اسنادو سره لاس په لاس نیول شوي خوبیاهم له تیرو ۱۳ کالو راهیسي د نظام په دولتي دستګاه کې د وزیر، معین، لوی رئیس ، والي ، قومندان او … په توګه کارکوي ، چې نه یې څوک مجازات کولای شي او نه هم دوی له خپلو دندو څخه استعفاء ورکوي.

د امرخیل استعفاء چې په حقیقت کې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله د سیاسي رقابت د لومړي قرباني په توګه له صحني و ایستل شو د انتخاباتي پروسې د متنازعو لوریو ترمنځ د سیالي او سیاسي تنازع ساحه نورهم پراخوي.

که څه هم چې په ظاهره د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي وضعیت بالکل بحراني ښکاري ،خو په دغې سیالي کې اصلیي بُرد اوباخت د بهرنیو کړیو په رضایت او عدم رضایت پوری تړاو لري نه د اشرف غني او ډاکټر عبدالله په شخصي تنازع پوري.
که دا نن هم یوناما او یا په کابل کې د امریکاسفارت هر یوه (عبدالله او اشرف غني)ته د جانب مقابل لوري په ګټه د تیریدو دستور ورکړي بیابه همدغه سرسخت متنازعین یودبل صمیمي مدافعین وي او کومې ګوتې چې د دوی په انتخاباتي سیالۍ کې د ساده افغانانو پري شوې او یاد دواړو ټیمونو ترمنځ خونړۍ نښتي ترسره شوې هغه به ټوله هیڅ په هیڅ وي.

خلاصه داچې د ټاکنو په نوم دغه تیر ایستونکي ډرامه د بهرنیانو لخوا د هغوي د مصالحو لپاره د هغوي په تمویل پیل شوې ، پایله به یې هم د هغوئ د خوښې مطابق د هغه چا په ګټه به پایته رسیږي کوم چې تر جانب مقابل په لوړه کچه بهرنیو منافعو ته ژمن وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د