افغانستان

بغلان: تاله برفک ولسوالۍ د حکومت له واکه ووته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): له څو ورځې پرلپسې جګړې وروسته د بغلان ولایت تاله برفک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده.

اریانا نیوز د بغلان د ولايتي شورا په حواله وايي چې دې ولسوالۍ نن ماسپښين مهال سقوط وکړ او د دولت له واکه ووته.

طالبانو هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې ګڼ مهمات يې هم ګوتو ته ورغلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د تاله برفک ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومنداني نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د دوی د ځواکونو ګوتو ته ورغله.

هغه لیکلي: «ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژل شوي، خورا ډيرې سپکې او درنې وسلې، مهمات او وسایط له دښمن څخه نیول شوي چې تفصیل به يې وروسته خپورشي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ طالبانو د بدخشان کوهستان ولسوالۍ هم ونیوله، کورنیو چارو وزارت يې دوه ورځې وروسته د بېرته نیولو دعوه وکړه خو طالبانو بې اساسه وبلله.

د طالبانو د خندق له عملیاتو نږدې دوه اوونۍ تېرېږي، چې حکومت يې هم پر ضد په ۱۲ ولایتونو کې څوارلس پوځي عملیات پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x