د ایل جي شرکت نوی جالب ځیرک مبایل وړاندې کړ/ انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غویي، ۱۳۹۷ل): د سویلي کوریا مشهور شرکت ایل جي LG په ۲۰۱۸م کال کې د نوي حیرانونکي ځیرک مبایل په وړاندې کولو سره د ګلیکسي ایس ناین او آیفون ایکس مقابله کوي.

دغه مبایل چې په نویو ځانګړنو او ټکنالوژۍ سمبال دی او و رسره د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړنه هم لري تېره اوونۍ د مبایلونو په نړیوال نندارتون کې وړاندې شو، چې په راتلونکې نیږدې کې به نړیوال بازار ته وړاندې شي.

ایل جي کمپنۍ په ځانکړي ډول د ځیرک مبایلونو په خرڅلاو کې له یو شمېر ستونزو سره مخ شوه، چې اوس غواړي په نوې ټکنالوژۍ سبمال داسې ځیرک مبایل وړاندې کړي چې د مینوالو زړونه وګټي، چې اوس ددغه نوي مبایل په واسطه کولای شي خپل تېر تاریخ بدل کړي.

ددې مبایل ډیزاین د آیفون ایکس په څېر ډېر جاذب دی، د آیفون ایکس ډيزاین یوازې ډېر خلک مبایل اخیستلو ته اړ کړي وو، چې اوس د ایل جي دغه ځیرک مبایل هم د هماغې په څېر د «نوچ» سره دی.

ځانګړنې يې: دغه ځیرک مبایل چې اېل جي جي۷ تېن کیو (LG G7 ThinQ) نوم لري، ۶.۱ انچه سکرین لرلو سره د کوالکوم کمپنۍ تر ټولو ښه پروسیسر سنیپ ډراګون ۸۴۵ ورکړل شوی، ۴ او ۶ جي بي ریم،  ۶۴ او ۱۲۸ جي بي زخیره لري، او تر ۴۰۰ جي بي پورې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري.

په دې مبایل کې د ۳۰۰۰ ملي امپيره mAh بیټرۍ ځای پر ځای شوې چې نه ویستل کیږي، او شاته خوا یې شیشه ده، چې د وایرلس په واسطه چارج هم اخلي، د ګوتې کولپ Finger print یې شا خواته د کامرې لاندې نصب شوی، او همدا ډول په IP ۶۸ ځانګړنې سره د اوبو ضد هم دی.

ددې ځیرک مبایل بله ځانګړنه ددې اواز دی، چې د کمپنۍ په وینا له بل هر مبایل څخه غوره اسپیکر لري، همدا ډول په دې کې د انډرایډ اوریو عامل سیستم کارول کیږي، خو پخپل وخت کې به نوې ځانګړنې هم ورزیاتې شي.

د کامرې په برخه کې هم غوره ځانګړنې لري، شا خواته دوه کامرې لري چې دواړه ۱۶ میګا پېکسله دي، چې په یوه کې ۷۱ درجې پراخه زاویه لرونکې لینز او ایف ۱.۶ آپرچر او په دویمه کې یې ۱۰۷ درجې پراخه زاویه او ایف ۱.۹ آپرچر لري، چې ۱۴۴۰-۳۱۲۰ ایچ ډي ریزولوشن لري.

د سیلفي کامره یې ۸ میګا پېکسله ده، چې د ایف ۱.۹ آپرچر ځانګړنه لري، همدا ډول ۱۶۲ ګرامه وزن لري او ۷.۹ ملي میتره نریوالی لري.

د ایل جي کمپنۍ وایي چې ددې کامره په ګرد، غبار او تیاره کې د ښه او صفا انځور اخیستلو وړتیا لري، په دې کې داسې ټکنالوژي نصب شوې چې د کامرې پر مخ ښودل شوی هر شي توپير وکړي او بیل بیل یې وښایي.

ددې مبایل بیه تر ۸۵۰ یورو ښودل کیږي چې له ۷۱۰۰۰ افغانیو څخه زیاته ده، چې په راتلونکې جون میاشت کې به نړیوال بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

لاندې یې جالب انځورونه وکورئ!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.