abdullah press confrance

بيړنی خبر « ګلمرجان يې نه مني» – طنز

د اصلاحات او همپالنې ټيم په يوه بېړۍ ناسته کې د خپل لارښوود او نوماند نوم  د رأيو په اکثريت سره بدل کړ.

دغه بېړنۍ ناسته چې پرون شپه د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله په کور کې جوړه شوې وه، د دغه ټاکنيز ټيم ټولو مشرانو، تنخواه خورو کمپاينرانو، د کوټه يي سنګي او دهمزنګ د چوک کاريګرو،

د پل سوخته او چمن حضوري پوډريانو، د شمال، جنوب، او شرق او غرب لنډغرو او د ليسه مريم د سيمې کوڅه ډبو ځوانانو ګډون کړی وو، لومړی يې د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشاء رييس د استعفاء له امله يوبل ته مبارکي وويله.

لومړی څو تنو کمپاينرانو چې په لاپو شاپو يې د ډاکټر عبدالله عبدالله جيبونه له ډالرو خالي کړي وو، خو د رأيو د ډکو صندوقونو پر ځای يې خالي صندقونو کميسيون سپارلي وو، په خورا فاتحانه انداز سره يې خبرې وکړې او ډبل عبدالله ته يې د راتلوونکي جمهور رييس په توګه مبارکي وويله.

ورپسې ښاغلي عبدالله خبرې وکړې؛ دا چې يوه غوښتنه يې د کميسيون له خوا منل شوې وه او د دارالانشاء رييس د ده په امر لرې شوی وو، د بريا احساس يې له ورايه په سترګو کې ښکاريده او له خوشالۍ نه يې خوله نه ټوليده. هغه  وويل، لا تر اوسه زما يوازې يوه غوښتنه منل شوې، خو زه ډېرې غوښتنې لرم:

1.    د ټاکنو کميسيون ټول غړي دې لري شي، او زما په خوښه دې نور کسان په کې وګمارل شي؛

2.    د پښتنو سيمو رأيې دې ټولې باطله شي؛

3.    د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون دې هم بدل شي؛ او

4.    زه بايد راتلوونکی ولسمشر شم

کنه نه يې نه منم

ورپسې د نوموړي يوتن ډالري کمپاينر مولوي حق ويون چې د دعاکولو له پاره ستيژ ته راپورته شو وو، له فرصت نه په ګټه اخېستنې سره يې په خبرو کې هم زړه يخ کړ. هغه عبدالله د افغانانو زړه سواندی رهبر او د افغانستان ولسمشر وباله خو يو څو وړاندېزونه يې مطرح کړل او هغه دا چې عبدالله عبدالله ځان پوښتون بولي خو پښتانه يې نه مني نو د اعتماد فضا د رامنځته کولو له پاره يې  نوم بايد په ګلمرجان بدل شي ځکه چې يو خو به يې نوم پښتنې بڼه پيدا کړي او پښتانه به پرې رامات شي او بل دا چې د الله او محمد له نوم څخه امریکایان او نور کافران کرکه لري او په ګلمرجان کې دا کلمې نه شته نو په دې کار سره به غربیانو او امريکايانو باور نور هم ورباندې ټينګ شي.  

چې په دې خبرې سره د چک چکو آوازونه پورته شول او ټولو په يوه آواز وويل چې ژوندی دي وي ګل مرجان او تر څو مو شرطونه پوره شوي نه وي، ګلمرجان يې نه مني.

ابوالیاس جهادوال

ضروري یادونه: پورته لیکنه د نن ټکی آسیا یوه مینه وال د طنزیه مطلب په توګه په ایمیل را لیږلې، او د همدې طنز په موخه ورته نشر شوې، نن ټکی آسیا په انتخاباتو او د ګران هیواد په نورو مسایلو کې د هیڅ کومي سیاسي ډلي او انتخاباتي ټیم طرفداري نه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د