نړۍ

اسلامي دولت هغه قاضي اعدام کړ، چې په صدام يې د اعدام حکم کړی و

نن ټکی آسیا: هغه قاضي چې د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین يې په اعدام محکوم کړی و، د اسلامي دولت ځواکونو تر تښتونې وروسته اعدام کړی.

رؤوف عبدالرحمن د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین په ۲۰۰۶ز کال کې د اعدام په سزا محکوم کړی و.

صدام حسین په ۲۰۰۶ز کال کې د غټ اختر په لومړۍ ورځ اعدام شو.

رووف عبدالرحمن پسې د عراق او شام اسلامي دولت خپل ځانګړي ځواکونه لیږلي وو او دی يې له خپله کوره تښتولی. ددغه قاضي له تښتونې وروسته اسلامي دولت قاضیانو د تورن دلایل له اوریدلو وروسته د اعدام سزا ورکړې. محکمې قاضي رووف د صدام حسین قاتل ګڼلی او ویلي یې دي چې قاضي رووف د صدام په اعدام کې له انصافه کار نه دی اخیستی بلکې تعصب يې کړی، له همدې امله محکمه نوموړي ته د صدام د قتل په بدل کې د اعدام سزا ورکوي.

د اسلام دولت دغه محکمه وايي چې دوی قاضي رووف د صدام حسین د مرګ په بدل کې قصاص کړ.

المصریون عربي وېبپاڼې د «داعش» له خولې لیکلي چې قاضي رووف عبدالرحمن د ښځو جامې اغوستې وې او د تښتېدو کوښښ يې کاوه چې ددوی ځواکونه وپيژنده او ویې نیولو.

ډیلي میل وايي چې عراقي حکومت د نوموړي د تښتونې تایید کړی خو د وژنې په اړه يې څه نه دي ویلي.

د عراق څارګره اداره وايي تر دې مهاله ورته مالومات نشته چې د اسلامي دولت محکمې دې نوموړی اعدام کړی وي.

بغداد کې ځايي خبریال په دې اړه رسنیو ته ویلي چې دوی ته داسې راپورونه رسېدلي چې اسلامي دولت قاضي رووف اعدام کړی، خو تر اوسه ددې کره ثبوت نشته چې نوموړی دې ريښتیا د د اسلامي دولت له لوري اعدام شوی وي.

د ترک خبري آژانس، اناطولیه او مصري خبري ادارې مینا د اسلامي دولت د راپورونو په اساس لیکلي چې د صدام حسین باندې د اعدام حکم کوونکی قاضي خپل «منطقي انجام» ته ورسېد.

د اردن د پارلمان غړي خلیل آل عطیه په خپلې فیسبوک پاڼې کې لیکلي چې د د اسلامي دولت ځواکونو قاضي رووف عبدالرحمن د نیولو لپاره ځانګړي ځواکونه تیار کړي و. دغه ځواکونه د قاضي رووف په تښتونه کې بریالي شوي او قاضي يې د مرګ په سزا محکوم کړی.

د صدام پلویان وايي چې د صدام (بعث ګوند) هم په دې تښتونه برخه اخیستې. خو دوی په دې اړه له نورو جزئیاتو د ورکولو څخه ډډه کړې.

د ۶۹ کلن قاضي رووف تر تښتونې وروسته په بغداد کې ویره ترهه خپره شوې، هغه کسانو چې د صدام حسین په اعدام کې يې لاس درلود په دې کې دي چې د عراق څخه د وتلو لاره پیدا کړي.

د صدام حسین د قضیې لپاره په ۲۰۰۶ز کال کې رزکار امین نومې قاضي وټاکل شو، خو ډیر ژر نوموړی له دندې لرې او پر ځای يې د صدام حسین سرسختی مخالف قاضي رووف عبدالرحمن وټاکل شو. نوموړي ډير ژر صدام حسین په اعدام محکوم کړ.

قاضي رووف ته د اسلامي دولت او بعث ګوند لخوا د ډيره وخته اخطارونه ورکول کېدل، نوموړی له همدې امله د بغداد په یوې ډيرې محفوظې او آرامې سیمې ته انتقال شوی و.

د برتانیا څخه خپریدونکې جریدې ټایمز لیکلي چې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کې بعث ګوند او داعش قاضي رووف ته همېشه اخطارونه ورکول، نوموړي له دغو اخطارونو څخه په ویره کې و او د برتانیا څخه څو وار سیاسي پناه غوښتې وه. رووف په دې اړه ویلي و چې د صدام له اعدام وروسته ده ته ډير اخطارونه ورکول کیږي او دده د وژنې خطر هم زیات دی. برتانیې کورنیوچارو وزرات د نوموړي دا غوښتنه هغه مهال له کوم دلیل پرته رد کړه.

بغداد کې چارواکي وايي چې د اسلامي دولت ځواکونو د صدام د حکومت مخالفینو خلاف یوه پوځي ځانګړی ګروپ جوړ کړی چې په بغداد کې ټول هغه پوځي او سیاسي مشران په نښه کړي چې د صدام حسین مخالف و.

بل پلو حکومت پلوه رسنۍ د قاضي رووف د کورنۍ په استناد وايي چې نوموړی ژوندی دی او د اروپا په کوم هیواد کې له ډېره وخته میشت دی.

د نوموړي د ژوند او مرګ په اړه تر اوسه کوم مستند دلیل په لاس کې نشته، چي د ژوند او مرګ خبر یې کره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x