fbpx

فیفا: د ټاکنو کمیسیون ټاکنیز مهالوېش بیا کتنې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي د ټاکنو کمیسیون له لوري وړاندې شوی مهالوېش بیا کتنې ته اړتیا لري.

د دې بنسټ اجراییه مشر محمد یوسف رشید نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، په دې مهالوېش کې د رایه ورکوونکو د لیست له برابرولو وروسته د شکایتونو لپاره موقعه نه ده ورکړل شوې.

هغه وړاندې وویل پر دې سربېره په ولسوالیو کې د نوم لیکنې اړوند او د نوماندانو د نوم ثبتونې تر منځ وخت په پام کې نه دی نیول شوی، چې کېدای شي ستونزې را ولاړې کړي.

رشید وايي پر پورته نیمګړتیاوو سربېره د ټاکنو کمیسیون له لوري د رایه ورکولو مرکزونو لپاره وروستی وخت د چنګاښ ۲۸مه ټاکل شوې، چې په وینا يې اوسني وضعیت او په هېواد کې بېلابېلو امنیتي ستونزو ته په کتو مناسب فرصت نه بلل کېږي.

ویل کېږي د ټاکنو کمیسیون هم په همدې تړاو په ارګ کې د حکومت له مشرانو سره د ناستې نیت لري.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي پر تذکرو د سټېکرو لګولو اړوند هم د غور ژمنه کړې وه، چې دوی به له تخنيکي ټيم سره پرې وغږېږي.

یاده دې وي تېره ورځ د ټاکنو کمیسیون تازه معلومات دا و، چې تر اوسه پورې شاوخوا دولس سوه زره تنو خپل نومونه لیکلي دي، چې که لړۍ همداسې دوام وکړي ښايي د ټاکنو مشروعیت وګواښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د