fbpx
تصویر؛ له ارشیفه

څرخي پله زندان؛ اعتصاب، ځورونې او غوښتنې!

اسیر همت روحاني

د پلچرخي زندان د دریم بلاک زندانیانو ټولو د نه خوړو په اعتصاب لاس پوري کړ، دوى ګڼې ستونزي لري؛ چې په لاندې پریکړه لیک کې درج دي:

پریکړه لیک

‏زموږ ستونزې په دريو کټه ګوریو ویشل شوې دي په اوله کټه ګورۍ کې پنځه ستونزې درج دي:

اول: هغو بندیانو ته چې تقویتي فرمان اوتخفیف لګیدلی ده، اوبيرته ترې ګرځول شوی ده؛ موږ په کلکه غواړو چې نوموړیو بندیانو ته بیرته خپل سلب شوی حق واپس کړل شي؛ اوپه اړه یې جدي اجرائات وکړل شي.

دوهم؛ دکال په ځانګړو ورځو کی چې د هیواد درئیس جمهور له لوري بندیانو ته قانوني فرمان او تخفیف ورکول کیږي خو په فرمان کې {سیاسي} او یا په اصطلاح هغه بندیان چې مربوط د امنیت علیه داخلي او خارجي بلل کیږي اویا هغه بندیان چې دقیدمودې یې لوړي وي لکه شل کلن اتلس کلن شپاړس کلن له همدې فرمان نه مستثنی دي، موږپه کلكه غواړو چې ټولو بندیانو ته بدون له توپیر او بدون له استثنا نه فرمان اوتخفیف علی السویه ورکړل شي.

درېیم: دحبس او جزا په قانون کی یوه ماده ده، هغه داسې کوم بندي چې دقید نیمی تخفیف یې اخستی وي، له نصف نه زیاد تخفیف نشي اخستلای، خوکه چرته کوم بندي نیم قید تیرکړی وي؛ نشي ازادېدلای، موږ په کلکه غواړو چې په ياده ماده کی تغیر را وستل شي اویاهم بالکلیه له قانون نه محوه كړل شي ترڅومشکل حل شي.

څلورم: هر بندي په قانون کې حق لري چې په خپل ولایت کې دقید موده تیره کړي؛ موږ په کلکه غواړو چی دولایتو تبدیلۍ ازادي شي، ترڅو بندیان او پایوازان يې له تکلیف نه خلاص؛ اوقانوني کړنه عملي شي.

پنځم: دلته ډېرى بنديان په اعدام محکوم دي په کلو کلو بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې د اعداميانو سرنوشت معلوم شي؛ او اعدام یې په قید بدل شي.

په دوهمه كټه ګورۍ کې هم پنځه ستونزې درج دي:

اول: هغه بندیان چی دقید قانوني مودې یې تېري کړې وي خوبیاهم بدون له کوم موجبه په میاشتو؛ میاشتو لا ساتل كیږي؛ دپیسو اخستلو په بهانه [رجیم] كله یوه اوکله بله بهانه کوي؛ موږپه کلکه غواړوچه کله دبندیانو دقید موده پوره شي کار یې خلاص اوازاد کړل شي ‏که چیرته یې دوسیه کې مشکل وي بایدقانوني حل لار ورته ولټول شي اومشکل یې حل كړل شي.

دوهم: ډیری بندیان اول په یو عادي مرض باندې اخته وي، خو له نه وجې د تداوي اخر مرض و داسې مرحلې ته ورسیږي چی ناعلاجه شي او تداوي یې ستونزمنه وي موږ په کلکه غواړو چی دتداوي په اړه که دبلاک کلنیک وي اوکه سرطبابت وي جدي واوسې، او لازم خدمت وکړل شي، په اوسنۍ مقررۍ د ډاکترانو له سره غور وشي، ځکه د دوا په شتون کې هم مریض ته دوانه ورکول كیږي، او هغه دوا بیا په ځانګړي ډول پټه پر بندیانو پلورل کېږي.

درېیم: دلته ډیر داسي بندیان شتون لري چې سره خپلوان وي، او پایواز يې یو وي؛ که چرته په جدا جدا بلاکو کې وي؛ له لرې ځای نه راغلی پایواز يې په شپو ورځو د خپلو بندیانو د ملاقات لپاره انتظار تیروي، موږ په کلكه غواړو چې د پلچرخي په زندان کی له یوه بلاک نه بل بلاک ته تبدیلي قانوني او ژر بدون له کوم لګښت نه ترسره شي؛ اوس له (۱۵۰۰۰) نه (۳۰۰۰۰) افغانیو پوري پیسې اخستل کېږي.

څلورم: دلته له ډیریو بندیانو سره د بلاکو د قومندانانو پرسونل او محافظينو له لورې توپیري چلند كیږي، د سمت ژبې او قومیت بدبوداره كلمات مدنظر نيول کېږي؛ حتى بعضي دمره تشدد کوي چې یو بندي په نه څه په ساعتونو او شبانروزونو ولچک کوي، وهي يې، او بې ځایه کوي يې؛ موږ په کلکه غواړو؛ چې له ټولو بندیانو سره له ظلم او تجاوز نه پرته چلند وکړل شي، تر څو مشکل حل شي.

پنځم: کله چې مریضان سرطبابت ته لېږل کېږي یو قسم کالي ورته اغوستل کېږي چې هم په پوره پیمانه چټل وي بدبویه وي او له ساري مرضو ډک وي؛ پر ځای ددې چې علاج یې وشي په نورو مرضو اخته شي موږ غواړو دا کالي مطلق بند کړل شي.

په دریم کټه ګورۍ څلور ستونزې درج دي:

اول: بندیانو ته باید پوره افتابي ورکړل شي، موږپه کراتو مراتو تجربه کړې ده، چی بندیانوته افتابي له قانوني وخت نه کمه ورکول کیږي.

دوهم: هغه مشكل چی ګالل یی اسان نه ده، د ډیريو بلاکونو بنديان له نشت دکافي اوبو او برق نه شکایت کوي، موږ په ټینګه غواړو چې دا ستونزه مو هم حل شي.

درېیم: د دولت له لوري مقرره کاروانه چې ډېرځله یې د پخلي کیفیت هم ډیرکمزوری وي؛ اوبندیانو ته ډیره کمه ورکول کیږي؛ وجه داده چې په یاده کاروانه کی څو ځله لاس وهنه کیږي؛ موږ په جدي توګه غواړو چه راته مقرر حق راکړل شي؛ اوتلف نشي.

څلورم: دلته د هر بلاک د کانټین نرخونه دمره لوړ دي چې حد نلري د بندیانو اقتصاد هسې هم کمزوری ده خو له دې سره یې دکانټین بیې لا اقتصاد پر ملا ماتوي، موږ په ټینګه غواړو چی دا ستونزه مو هم په جدیت حل کړل شي.

موږ له اړوندو ارګانو نه په کومو ارګانو پوري چې زموږ د ستو‎نزو حل تړلى وي، په کلکه ټينګه او مواظبت سره غواړو چې ستونزو ته مو مثبت ځواب وويل شي، حل کړل شي، او پکې له جديت نه کار واخستل شي، که مو چيرته ستونزې حل نکړل شي، موږ به خپل مظلوميت اعتصاب ته دوام ورکوو،

د پلچرخي زندان د دریم بلاک د زندانيانو غوښتنې:

لومړۍ ماده: کوم بندي چې له ولایت څخه راوړل کېږي باید الزامیت یې ورسره راوړل شي؛ ځکه چې کله یې د قید موده پوره شي؛ د الزامیت په بهانه بیا تر ډېرې مودې بې سرنوشته په زندان کې پروت وي.

دويمه ماده: د کوم بندي چې قید پوره شي په هغه ورځ باید ازاد شي.

درېیمه ماده: په هر فرمان کې صعب العلاج بندیانو ته فرمان ورکول کیږی او تطبقېږي نه؛ باید ورکړل شوی فرمان عملي او مستحق بندیان ازاد شي .

څلورمه ماده: کبر سن (سپین ږیري) خلک چې په هر فرمان کې اعلانېږي او ازادېږي نه؛ باید د ورکړل شوي فرمان له مخې ازاد شي.

پينځمه ماده: کوم بندیان چې خپل قید پوره کړي باید تضمین ترې وانه خیستل شي؛ ځکه هغه ته ورکړل شوی قانوني قید تېر کړی ده ضمانت د څه لپاره؟

شپږمه ماده: نصف قید ماده باید له تخفیف څخه لرې شي.

اوومه ماده: په بعضو دوسیو کې تخفیفونه لګېدلي وي او د تخفیف پارچې له دوسیې نه ورکې شوي وي باید د پیسو په بهانه ترې تخفیف پارچې لرې نه شي.

اتمه ماده: کوم تقویتي تخفیفونه چې ورکول شوي دي؛ بیرته له مستحقو کسانو اخیستل شوي دي؛ باید پلې شي.

نهمه ماده: کوم فرمان چي رئیس جمهور اعلانوي؛ باید مستثنا پکې نه وي او بدون له توپیره ټولو بندیانو ته علی السویه ورکړل شي.

لسمه ماده: د لسو کالو نه لوړو قیدیانو ته باید د قید مطابق په لوړه کچه تخفیف ورکول شي.

یولسمه ماده: کوم بندیان چي د مرکزي زندان پلچرخي په داخل کې عمومي روغتون سرطبابت ته اتنقالېږي باید ځانګړې لیکه داري جامې ورته وانه غوستل شي.

دوولسمه ماده: لکه څنګه چې قانون دی باید د ولایتونو تبدیلۍ ازادي شي.

دیارلسمه ماده: تقویتي فرمان باید اعلان کړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د