افغانستان

‎سید آباد د صفر یک قطعې د یوه محصل په شمول شپږ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): نن د میدان وردګ سید آباد ولسوالۍ تنګې درې سیمې اړوند د جوزرین بازار کې صفر یک قطعې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د یو محصل په شمول شپږ تنه کلیوال وژل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وایې چې دا پیښه نن د ورځې یولس بجې هغه وخت د جوزرین بازار کې رامنځ ته شوه کله چې د صفر یک قطعې عسکرو د بازار د اطرافو نه په بازار او نږدي کورونو ډزې وکړي او په نتیجه کې یې د عابد الله مشال ولد جمعه ګل په نوم محصل او پنځه تنه نور کلیوال ووژل شول.

عابد الله تیر کال له مکتب نه فارغ شوی وو او یوه میاشت وړاندې یې د کانکور آزموینه ورکړې وه.

سیمه ایز خلک وایي عسکر د تیري شپې راهسې د غرو سرونه نیولي، ګرځ بندیز یې لګولی او د سیمې خلکو ته له کور نه د وتلو اجازه نه ورکوي.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x