fbpx

اټومي هوکړه: سعودي او اسراييلو د ټرمپ ملاتړ او ترکيې يې مخالفت کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ۱۹ غویی، ۱۳۹۷): د امريکا ولسمشر ډنلډ ټرمپ له ایران سره له اټومي تړونه د وتلو پرېکړه کړې او ګواښ يې کړی، چې هېڅ هېواد بايد له ایران سره سوداګريزې اړيکې ونه لري.

د ترکيې د سوداګرۍ وزير نهاد زيبکجي د ټرمپ دغه ګواښ بې ځایه بللی او زياتوي، چې هېواد به يې له ایران سره سوداګريزې اړيکې نه پرې کوي.

زيبکجي له سي ان ان ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې هېواد به يې تر خپله توانه له ایران سره سوداګريزې اړيکې ساتي او په دې اړه به د خپلو حسابونو معلومات هېچا ته ور نکړي.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم غالن ويلي، چې د ټرمپ له لوري له اتومي تړونه وتلو سره به د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ او د ناامنيو د راپورته کېدو لامل به شي.

ابراهيم غالن په خپل ټويټر کې ويلي چې د ایران اټومي هوکړه له نړيوالې ټولنې سره ده او د امريکا د وتلو سربېره به هم پاتې وي او هېواد يې په دې اړه د امریکا له دريځ سره مخالف دی.

بلخوا اسراييلو او سعودي له ایران سره د اټومي هوکړې د لغوه کولو په اړه د ټرمپ د پرېکړې ملاتړ کړی دی.

د ټرمپ له اعلان وروسته د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په دوه دقیقې ټلويزوني وينا کې، چې په عبري او انګليسي ژبو خپره شوې د ټرمپ پرېکړه له شجاعته ډکه بللې او زياته کړې يې ده، چې د اسراييلو حکومت او ولس د دغې پرېکړې ملاتړ او هرکلی کوي.

سعودي هم د ایران په اړه د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سعودي رسمي راډيو ټلويزون وايي، چې رياض له ایران سره له اټومي تړونه د وتلو په اړه د واشنګټن د پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوي.

سعودي ټلویزيون د چارواکو له خولې ليکلي، چې ایران د اټومي تړون په مرسته پراخ اقتصادي او پوځي لاسته راوړنې لري، چې په سيمه کې د ناامنۍ او ناقراراۍ لامل کېدای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د