fbpx
malgartia ter paya

رښتینی ملګری – لیکوال: حامد افغان

د دې انځور په اړه چې تاسو څه فکر کوئ هغه سم نده …. دا انځور په کال 1967 کې اخیستل شوی ده ، او د همدې کال تر ټولو غوره انځور بلل شوی ده ، او (دژوندمچکه) لقب ورکړل شوی ده .

دا دواړه د برق کاریګر دي ، او دبرق په یوه خورا زورور ټرانسپرمر باندې کار کوي .

یو یې شامبیون او بل سیمسون نومیږې ، دوی دواړو د دې ټرانسپرمر څارنه کوله ، په دي وخت کې په هغه کې د برق 4000واټه اشاره ولګیدله ، شامبیون ته یې کرنټ ورکړ او نږدې وه چې زړه یې کار پریږدي ، (د اعدام برقي کرسۍ 2000واټه برق لري) .

د شامبیون د ملاتړونې هغه ځمکې ته له لویدلو وژغوره ، لکه په انځور کې چې وینئ لاندې را وزړیدی، سیمسون هم دبرق په مټه ورخوت چې ملګری یې په دې حالت کې ولیدی په بیړه ور وخوت ، او دبرق دنیولو پروا یې ونکړه . هغه یې په ځړیدلې حالت کې ونیو او کوښښ یې پیل کړ چې د خولې له لارې هوا ور تنفس کړي . لکه په انځور کې لیدل کیږې چې د هغه په خوله یې خوله اېښې ده . اخر سیمسون د هغه په سینه کې د نبض په حرکت پوه شو ، د هغه ملاتړونی یې خلاص کړ او لاندې یې راښکته کړ .

لاندې یې نورو ملګرو هم په خوله کې هوا ور تنفس کړه څو یې روغتون ته ورساوه او له لازمي درملنې وروسته شامبیون روغ او بیرته دژوند له کاروان سره مل شو .

د خولې په تشو خبرو ملګرتیا چټي ده رښتینې ملګرتیا هغه ده چې د سختي په مهال کارګره او ګټوره وخیږي، لکه شامبیون ته چې د مرګي بلا کومی واز نیولی و او د خپل رښتیني ملګري سیمسون په مرسته ور نه وژغورل شو، ښه ملګری د الله ستر نعمت دی، موږ باید په ملګرتيا کې رښتیني واوسو څو پخپله د ملګرو او ملګري د ځان له پاره د الله نعمت وګرځوو، تل دې وي رښتینې ملګرتیا.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د