fbpx

د افغانستان پر وړاندې هند کرېکټ بورډ پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غویي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پر وړاندې د یوازیني ټيسټ لپاره د هند کرېکټ بورډ د اجینکی رهانې په مشرۍ پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغه لوبه چې د افغانستان تاریخي او لومړۍ ټیسټ سیالۍ ده د هند په کوربه توب د بنګلورو ښار په چیناسوامي لوبغالي کې په څوارلسم جون ترسره کیږي.

د هند لخوا وتلی ستوری ویرات کوهلي په انګلستان غوره لیګ کې د برخه اخیستنې په خاطر په دغه لوبه کې د نه لوبېدو وینا کړې وه چې پر ځای یې اجینکی رهانې لوبډلمشري کوي.

دغه لوبډله چې د هند کرېکټ بورډ لخوا اعلان شوه او  یو څو نوي لوبغاړي هم په کې دي په لاندې ډول ده:

اجینکی رهانی (لوبډلمشر)، روي چندرن اشوین، رویندرا جدیجا، شیکر دهاون، کی ایل راهول، مورلي ویجی، پوجارا، کرن نایر، اومیش یادو، محمد شامي، وریدیمن ساها (ویکټ کیپر)، کولدیف یادو، هاردیک پانډیا، اشانت شرما او شرادول شامل دي.

افغانستان خپل لومړي تاریخي ټیسټ سیالۍ لپاره تر دې دمه لوبډله نه ده اعلان کړې، خو تمه کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به لوبډله اعلان کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د