ګډ حکومت به کله د دشت ارچي د برید پایلې اعلانوي؟

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : د کندوز د دشت ارچې د خونړۍ برید له ترسره کیدو یوه میاشت او ۶ ورځې تیریږي خو حکومت یې تروسه پوري له خپل لوري ترلاسه کړې پایلې نه دي اعلان کړی.

د کندوز ولایت د عامې روغتیا مربوط روغتون ډاکټرانو ، سیمه ییزو خلګو او په ولسي جرګې کې د کندوز ولایت استازیو د برید په هماغه لومړۍ ورځ د بمبارۍ په ترڅ کې د وژل شویو او ژوبل شویو ولسی خلګو او د مدرسې د حافظانو تعداد او د پیښې ټول جریان له رسنیو سره شریک کړ.

همدا راز د پیښې د ارزیابي لپاره له کابل څخه د خبري رسنیو او تلویزوني شبکو د خبریالانو په ملتیا دشت ارچې ته تللي دولتي پلاوي هم په هماغې لومړۍ اونۍ کې د پیښې تفصیل د تلویزوني شبکو په مخ د افغانستان له خلګو سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (یوناما) هم تیره ورځ د دشت ارچې د پیښې په اړه خپلې موندنې د یوه رپوټ په ترڅ کې اعلان او په هغه کې پر افغان امنیتي ځواکونو نیوکه کړی چې د دشت ارچي ولسوالۍ پر مدرسې د برید په مهال یې د ولسي خلګو خوندیتوب له پامه غورځولی دی.

د یوناما په خبره د دوی راپور د هغو څه باندې ۹۰ مرکو پر اساس جوړ شوی چې د قربانیانو د کورنیو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو او روغتیایي کارکوونکو سره شوي دي او دغه‌ راز په کندز کې د درېیو لویو مشورتي ټولنو او هغو راپورونو له مخې چمتو شوی چې په سیمه کې د حقیقت موندونکي پلاوي د مأموریت پر مهال لاسته راغلي دي.

د یوناما وروستی رپوټ هغه واقعیت دی چې هم بي پرې خبریالانو، هم په ولسي جرګې کې د کندوز وکیلانو ، هم د پیښې عیني شاهدانو، او هم د پیښې قربانیانو وار تر له مخه هغه له خلګو سره شریک کړی دی.

خو د دفاع وزارت د دغو ټولو واقعیتونو په نادیده نیولو سره بیاهم وايي چې نور هم د کندوز د پیښې د اصلي ماجری معلومولو لپاره وخت ته اړتیاشته.

د دفاع وزارت په دې ضد او نقیض موقف کې د تعجب وړ خبره داده چې یوځل یې د پیښې په هماغه لومړیو شیبو کې خپل رپوټ داسې اعلان کړ چې په دشت ارچې کې په نښه شوی هدف دیني مدرسه نه ؛ بلکې د وسله والو طالبانو یوه پوځي رژه وه چې په هغوکې وژل شوي او ژوبل شوي خلګ ټول پوځي کسان دي ، او د مدرسې کوم تنکي ماشومان چې د پیښې له ځایه روغتون ته وړل شوي هغه طالب وسله والو د دولت د بدنامولو په غرض د خپلو وسلو هدف ګرځولي.

خو اوس چې د ملګرو ملتونو په بي پري رپوټ کې هرڅه واضح شول دفاع وزارت وايي چې لاهم د پیښې حقیقت معلومولو لپاره لا نور وخت ته اړ تیا شته .

وبه ګورو چې د هیواد د یوې دینې مدرسې او په هغه کې د قران کریم د معصومو حافظانو د وژنې په اړه دفاع وزارت خپلې پایلې څه وخت اعلانوي ؟!

تبصرې (1)

  • د کابل غلامانو ته ستونزمنه په دی ده چه کار یی باداران کوی او ناولتیا د کابل په غلامانو پاکوی ، دوی د دشت ارچی په غمیزه او وحشت په اړه څه ووایی د ویلو د پاره څه ورسره نشته ، صرف دومره ورته پاتی دی چه ووایی دا کار بادارانو کړی او مونږ ته یی وویل چه مسولیت یی مونږ واخلو زه چه وایم دا به ورته څه ناڅه د احساس مسولیت اخری برخه وی خو دا خبره چه د بادارانو له اوامرو څرنګه سرغړونه وکړی معاشونه به څوک ورکوی په کورونو ، لیارو او دفترو به یی ساتنه څوک کوی .
    دوی د قضای مصونیت په ورکولو خپلو کورو کی سوالیان دی لمړی د بادارانو واک دی هر څه چه یی زړه غواړه او بیا د دوی نوبت دی او د دوی نوبت هم د بادارانو په جواز سره دی . کور والا یی هم خوښاله دی امریکایان خو سپورت کوی، جنګ کی دی څه ناڅه شه سپورتی اندامونه او سره سپین مخونه او شنی سترګی او ښنه ډالر لری . د غلامانو خو کار نشته په پلانونو، کبابونو او شرابونو وپوړسیدل له خولو او بدنو یی د شرابو او نورو کرکچن د وازدو بوی خیژی او بی غیرته هم دی د هیواد ساتنه خو پریږده د خپلو کورو ساتنه هم په شین سترګو او زیړ بریتو کوی .
    بادارانو ته د دشت ارچی په شان ښکلی طالبانو وژنه لوی هدف او لویه لاسته راوړنه ښکاره هغوی د همدی پسی راغلی چه د الهی نظام مخه ونیسی او د دشت ارچی په شان ګلان د دی هیواد ، خلکو او الهی نظام ساتنه کوی . ځکه خو د هغوی له شهادت وروسته د هیتلر ترمپ پښی شویدلی او د مجاهدینو مورال لا پسی بیاوړی شوی هره اونی کی یوه ولسوالی فتحه کوی ډیر ژر به انشاالله د ولایتو او حتی د کابل د سقوط اواز واوری انشالله