fbpx

فاریاب: بلچراغ ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل):د فاریاب ولايت بلچراغ ولسوالي نن ماخستن شاوخوا نهه بجې مهال سقوط کړی او د طالبانو تر واک لاندي راغلې.

ځايي سرچينو رسنيو ته د ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی ، په وينا يې طالبانو په سيمه کې د کولیان او توغلمس سیمو تر نيولو وروسته يو ځل بیا جګړې ته د ولسوالۍ د مرکز تر نيولو دوام ورکړ.

طالبانو رسماً د ولسوالۍ د نيولو اړوند څه نه دي ويلي.

د بلچراغ ولسوال عبدالجميل صديقي نن مازديګر مهال اندېښنه څرګنده کړې وه چې که سیمي ته کومکي ځواکونه ونه رسيږي ممکن ياده ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د يادوني ده چې د بلچراغ تر سقوط پنځه ساعته وړاندي د بغلان ولايت تالا وبرفک ولسوالۍ هم سقوط وکړ او د طالبانو ته لاس ته ولوېده.

طالبان وايي د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان او توغلمس په سیمو کې يې د جګړې په مهال ۳۰ تنه سرتيري ژوندي نيولي.

فاریاب ولایتي شورا: طالبانو بلچراغ کې ۲۱ پوستې نیولې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د