fbpx
ډونالډ ټرمپ
ډونلډ ټرمپ

ټرمپ له ایران سره شوی تړون مات کړ

نن ټکی اسیا( چهارشنبه ۱۹ غویی، ۱۳۹۷ ل) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې د ایران د اتومي پروګرام د کنترول په موخه له دې هیواد سره شوی و.

دغه تړون چې د ایران او  ۵ + ۱ هیوادونو ( د امنیت شورا پنځه دایمي غړي امریکا، روسیه، فرانسه، چین، برتانیه جمع المان) لخوا له ایراني حکومت سره شوی و، له مخې یې ایران ژمنه کړې وه چې خپل هستوي فعالیتونه به را کموي، نړیوالو څارونکو ته به له اتومي تاسیساتو د بشپړ څار او لیدنې اجازه ورکوي، ځیني هستوي بټۍ به په تحقیقاتي مراکزو بدلوي او یورانیم به تر هغې کچې نه غني کوي چې په اټومي وسلو جوړلو کې ترې استفادي وشي.بالمقابل ۵ + ۱ هیوادونه متعهد و چې د ایران د یورانیم غني کولو پروګرام به په رسمیت پيژني، په ایران ټول لګیدلي نړیوال بندیزونه به پورته کوي او کنګل شوې پانګې به یې ورسپارل کیږي.

دغه تړون چې د ملل متحد د امنیت شورا لخوا هم تصویب شوی و د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یې د څارلو دنده درلوده او د ملګرو ملتونو د امنیت شوری یې په هره دریو میاشتو کې جاج اخیست چې تراوسه پورې ۱۱ ځله د امنیت شوری لخوا تائید شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د خپلو ټاکنیزو مبارزو له وخته یې دغه تړون د امریکا لپاره په زیان باله، تیره شپه یې په یوه وینا کې له دې تړون څخه د امریکا وتل اعلان کړل او ژمنه یې وکړه چې په ایران به له سره بندیزونه ولګول شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ټرمپ له اعلان وروسته یوه تیلویزوني وینا کې وویل چې ایران به تر څه مودې پورې  د امنیت شوری له نورو غړیو هیوادونو سره تړون وساتي او که د تړون دوام د ایران لپاره ګټه نه درلوده نو ایران به هم د تړون د ماتیدو اعلان وکړي.

د ټرمپ لخوا د دغه نړیوال تړون  ماتېدو ته یوازې اسرائیلو هرکلی ویلی، روسیې د ټرمپ اقدام په سختو ټکو غندلی او هغه یې د نړیوالو مقرراتو توهین بللی، المان، فرانسې او برتانیې له تړون څخه دامریکا په وتلو خواشیني ښودلې او هیله یې ښودلې چې ټرمپ به له خپل دې اقدام څخه منصرف شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

دا مردار خور زوړ زاني لیونی شوی دی خو د نورو امریکایانو سیاستوالو او سیاسی منجمنت په مقایسه صادق هم دی او هغه دادی : ـ دایران اتومي اصلحه امریکا ته نشي رسیدی اونه په امریکا برید کولی شي خو د امریکې نږدې ملګري لکه دیهودو ملک اسرائیل ، سعودي عرب ، ۰۰۰ او نور ارتجاعي عربي ملکونه او د امریکې پټ ملګري او سربیره پردی د امریکایانو لسګونه عسکری اډې د اسیا دبر اعظم شاو خواته له دغي ایراني اصلحې نه ډار لري او امریکایان دا نغواړي ! نورو امریکایې سیاستوالو به توازن ته کتل خو دا لنډغر مستقیم… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

پتنګ صاحب.دا یوه ډیره مغلقه سیاسی مسله ده.د ایران تنګ نظری اخندان چه ترمپ وټکوی.ډیره به ښه شی.ایران اخندانو وخت پوره شوی ،دوی باید څنګ ته شی.پنځلس زره افغانان یی په سوریه کی په جنګ بوخت کړیدی،چه امریکا په ایران قیامت راولی هم بده نه ده.