نړۍ

پېښور: په الوتکه برید کې ۴ کسان مړه او ژوبل شوي

نن ټکی آسیا: پېښور کې وسله والو د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت سرویس په الوتکه د کیناستلو پر مهال برید کړی چې په ترڅ کې یوه ښځه وژل شوې او ۳ نور د الوتکې مامورین ټپیان شويدي.

افسر خان پولیس دی، دی وايي چې پي کی ۷۵۶ الوتکه کې ۱۹۶ مساپر ناست وه،  الوتکه د سعودي د پلازمېنې ریاض څخه پېښور ته راتلله، چې د ناستې پر مهال تر برید لاندې راغلله.

خان زیاتوي چې په الوتکې ۱۰ ډزې شوي چې له امله یې  یوه پاکستانۍ ښځه وژل شوې او د الوتکې چلونکی کپتان بچ  شوی. پولیس وايي چې یواځې یوه مرمۍ د الوتکې د ماشین سره لګېدلې ده.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت سرویس چارواکي وايي چې وژل شوې ښځه په سر لګېدلې، دوی وايي چې له ښځې سره یې لور هم ناسته وه، خو هغه بچ شوې.

ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي  چې په الوتکه برید د پېښور پشتخره نومې سیمې څخه شوي دي. ددوی په وینا په برید کې د الوتکې چلوونکي ټپي شويدي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شافرمان ویلي چې په الوتکه هغه مهال برید وشو، چې دا له ځمکې ۱۰۰۰ متره پورته وه.

نوموړی وايي په الوتکې اته مرمۍ لګېدلي دي. فرمان زیاتوي له کومي سیمې چې په الوتکه ډزې شوي دا د قبایلي سیمې سره په څو کیلومترۍ کې پرته ده او هغه ځای کې ډزې کول عادي کار او د خلکو کلتور دی.

په روانه میاشت کې په پاکستان کې دا درېیم برید دی چې په هوايي ډګر او په الوتکو کیږي.

د جون په اتمه د پاکستان تر ټولو ستر هوايي ډګر باندې لس وسلوالو کسانو برید وکړ چې ددغه برید په ترڅ کې لسګونه امنیتي او عام کسان ووژل شول.

په سبا ورځ بیا د کراچۍ د هوايي ډګر په امنیتي پوستو برید وشو، چې په ترڅ کې یو شمېر امنیتي ځواکونه مړه او ژوبل شول.

په ۲۰۱۲ کې هم د پېښور په هوايي ډګر څو تنو وسلوالو راکټي برید وکړ. په دغه برید کې ۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کراچۍ او پېښور د بریدونو مسئولیت طالبانو اخیستی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x