fbpx

خیبرپختونخوا: په بنو کې زلزله شوې / انځور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ۱۹ غویی، ۱۳۹۷): نن د چهار شنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان سرحدي سیمې زلزلې ولړزولې.

د پاکستان د زلزلې پيژندنې ادارې (PMD) ویلي چې د زلزلې قوت ۵.۵ وو، مرکز یې په بنو کې وو او عمق یې ۱۲ کیلومیتره لاندي په ځمکه کې ښودلی چې له امله یې بنو، دیر او پيښور ټول ښار ولړزیدی.

د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د راپور سره سم تر اوسه په بنو کې د ۹ ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی، او زیاته کړې چې دغه ماشومان په یوه سکول کې تر وارخطايي وروسته د ځغاستو او غورځېدو وروسته ټپيان شوي.

بلخوا د امریکا د زلزلې پيژندنې ادارې چې د ټولې نړۍ د زلزلو حرکت څاري، ویلي چې د زلزلې قوت ۵.۱ وو، مرکز یې د بنو ولسوالۍ له مرکز څخه شمال لویدیځ ته په ۲۹ کیلومترۍ کې وو. او عمق یې ۴۰.۹ ښودلی.

باید وویل شي چې د همدې زلزلې ټکانونه د افغانستان په اړخ کې حتی تر پلازمیني کابل او شمالي ولایتونو هم محسوس شوي دي.

د زلزلې مرکز – انځور د امریکا د زلزلې پيژندنې اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د