افغانستان

کورنیو چارو وزرات: د امرخیل د تلیفوني خبرو په ثبتولو کې لاس نه لرو

نن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزرات هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د ضیاء الحق امرخیل د تلیفوني خبرو په ثبت کې یاد وزرات لاس درلود.

کورنیو چارو وزرات د یوې مطبوعاتي اعلاميې په ترڅ کې ویلي چې وزرات یواځې په ځانګړو حالاتو کې تلیفوني خبرې ثبتوي، خو  د وزیرانو  شورا لخوا دغه کار پرې  دوه میاشتې مخکې بند شوی دی.

وزرات زیاتوي چې دوی هغه مهال د خلکو خبرې ثبتوي چې محکمې لخوا ورته حکم وشي.

د کورنیو چارو وزارت دا خبرې له هغې وروسته کوي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یوه غږیز کلیپ چې ضیاء الحق امرخیل ته يې منسوباوه نشر کړ.

دوی امرخیل په دې تورن کړ چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړي. امرخیل ددغه غږیز کلیپ تر خپریدو یوه ورځ وروسته خپله استعفا وړاندې کړه خو ټول هغه تورونه يې په کلکه رد کړل چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم لخوا پرې لګېدلي وه.

امرخیل د استعفا پر مهال وویل چې د ملي ګټو او ټاکنو د پروسې د بریالیتوب په خاطر یې استعفا ورکړې.

د تحول او دوام ټیم د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم څخه د تلیفون د ثبت په اړه د وضاحت غوښتنه کړې. دوی  د عبدالله له ټيم  څخه په کلکه غوښتي چې  تلیفوني خبرو د ثبت په اړه دې وضاحت وړاندې کړي چې د دولت له کومې سرچینې او له کومو  بهرنیو څارګرو ادارو یې تلیفوني خبرې ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x