افغانستان

طالبان: د هلمند ۶ ولسوالۍ سقوط کوي

نن ټکی آسیا: طالبان وايي چې په هلمند کې د څو ورځو سختو جګړو وروسته ۶ ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي. دغه ولسوالۍ د سنګین، مارجه، نادعلي، نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ دي.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک دغه جګړې مني او وايي چې جګړه د تېرو پنځو ورځو راهیسې روانه ده.

ځواک زیاتوي چې په دغو جګړو کې ۵۰ طالبان او۲۲ امنیتي عسکر وژل شوي. د ځواک په وینا ۴۰ امنیتي عسکر په دغه جګړه کې ژوبل شوي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په دغو ولسوالیو کې شته پوستې ټولې ددوی تر بریدونو لاندې دي او جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

د احمدي په وینا په سنګین کې يې ۱۷ پوستې او نوزاد کې ۵ پوستې نیولي. دی زیاتوي چې په جګړه کې لسګونه بهرني او کورني عسکر وژل شوي.

طالب ویاند همدا راز وايي چې په ناد علي کې د امریکايي ځواکونو ۶ ټانګونه ویجاړ شوي او ۲۱ امریکايي عسکر په کې وژل شوي. دده په وینا دوی یو شمېر درنې او سپکې وسلې يې هم په جګړه کې نیولي.

احمدي وايي په دغو جګړو کې ددوی ۵ ملګري وژل شوي.

طالبانو د خبرپاڼې له لارې هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دوی د کجکي د بريښنا مزي پرې کړي، احمدي په دې اړه وايي چې …« دکجکي دبریښنا دمزیو پریکیدل له مجاهدینوسره کوم تړاو نه لري بلکې دا دغلامې ادارې داوباشانو کار دی».

په هلمند کې له تېرو ۵ ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده، چې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په دغه جګړو کې بهرنیو ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x