افغانستان

بادغیس کې د نوم لیکنې پر مرکز برید ۱۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس ولایتي شورا وايي، په دې ولایت کې د نوم لیکنې پر یو مرکز د برید پر مهال اته عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې شورا ییس عبدالعزیز بیګ وايي طالبانو د مرکز قلعه نو اړوند لامان سیمه کې د نوم لیکنې پر یو مرکز دغه برید کړی دی.

د بادغیس امنیه قومندانۍ هم د برید پخلی کړی او وايي چې څو ساعته يې دوام وکړ.

د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله داوري وايي طالبانو پر یاد مرکز د شپې پر یوولس بجې برید وکړ چې تر نږدې دوو بجو يې دوام وکړ.

طالبانو هم په یاده سیمه کې د جګړې پخلی کړی خو ویلي يې دي، چې پر پوستو يې بریدونه کړي او دوه پوستې يې بشپړې نیولې دي.

ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې جګړه کې يې اوه عسکر وژلي او اوه نور ژوبل دي، هغه وايي یو تن يې ژوندی هم نیولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x