ورزش

د راشد خان په ګډون د ویسټ انډیز پر وړاندې ۱۱ کسیزه نړیواله لوبډله بشپړ شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غويي، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز او د کرېکټ نړیوالې شورا یوولس کسیزې لوبډلې ترمنځ سیالۍ لپاره د نړیوالې لوبډلې یوولس لوبغاړي بشپړ شول.

دغه سیالۍ چې د انګلستان لارډز په تاریخي لوبغالي کې د روانې مۍ میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره کیږي، د کرېکټ نړیوالې شورا یوولس کسیزه لوبډله د راشد خان په ګډون په داسې حال کې بشپړه شوه چې زیات لوبغاړي يې آلراونډران دي.

په دغه یوولس کسیزه لوبډله کې د پاکستان شاهد افریدي هم ګډون کوي، نوموړی له تېرو دوه کلونو راهیسې له شل اوریزو نړیوالو سیالیو بهر شوی دی، همدا ډول ترڅنګ یې بل پاکستانی لوبغاړی شعیب ملک هم ددغې لوبډلې برخه ده.

د کرېکټ نړیوالې شورا لوبډله په لاندې ډول ده:

د انګلستان لخوا این مورګن (لوبډلمشر)، لوک رونکي او میچل میکلینګن د نیوزېلنډ لخوا، شعیب ملک او شاهد افریدي د پاکستان لخوا، راشد خان د افغانستان لخوا، شکیب الحسن، تمیم اقبال د بنګلدیش لخوا، تیسارا پریرا د سرېلنکا لخوا او دینیش کارتیک او هاردیک پانډیا به د هند لخوا ګډون کوي.

همدا ډول ویسټ انډیز لوبډلې هم ستر لوبغاړي د لوبډلې برخه ګرځولې، چې لوبډلمشري به یې کارلس براتویټ کوي، ددوی لخوا سیمیول بدري، مارلن سیمیولز، اندري رسل، کرس ګېل، ریاض امریت، اندري فلیچر، اشلي نرس، ایون لیویس، کیمو پاول، دینیش رامدین، کارسریک ویلیمسن شامل دي.

دغه لوبه به د خیرات په ډول ترسره کیږي، چې ددې ګټه به د ویسټ انډيز کرېکټ بورډ ته ورکول کیږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا، انګلستان، ویلز او د میلبورن کرېکټ کمیټۍ پریکړه کړې وه چې تېر کال په ویسټ انډیز کې د یوه سمندري توپان په راتلو د کرېکټ ۵ لوبغالي خراب شوي وو، چې د جوړولو په پار یې د چندې او فنډ راټولولو لپاره دغه لوبه جوړه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x