نظــر

اووه سوه زره سرتېري بريدګر- سلیم صافی

لیکوال: سلیم صافی
ژباړن: احمد جرس
دی هم زموږ په څېر پاکستانی دی، مګر ګناه يې دا ده، چې د لاهور پر ځای شمالي وزيرستان کې زيږيدلی او بيا يې د ټوپک پر ځای د کتاب پر مټ د خپلې کورنۍ د ژوند بدلولو هڅه کړې ده.
رسول دوړ د هر ډول کړاوونو او غريبۍ سربيره په ژورنالېزم کې ماستري وکړه او بيا يې د پاکستان بيلابېلو ورځپاڼو کې دنده تر سره کړه او اوس د پاکستان يو تلويزون سره کار کوي.

دوړ خپلو بچیانو سره پېښور کې اوسي، مګر په دې کمه تنخوا دی خپله ټوله کورنۍ له شمالي وزيرستانه پېښور ته نشي راوستی.
خپل پلرني ټاټوبي سره د مينې له امله هم د ده پلار او وروڼه د شمالي وزيرستان پريښودو ته زړه نه ښه کوي.
خو له هغه وخته، چې څو ځلې شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل شوي، رسول دوړ خپله ټوله کورنۍ پېښور ته راوستې او د حالاتو په ښه کيدو يې کورنۍ بيرته خپل پلرني ټاټوبي ته تللې ده. تېره اوونۍ د پاکستان پوځ ناببره پر شمالي وزيرستان پوځي عمليات پيل کړل او همدغه ورځ د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې ۱۵۰ تروريستان يې وژلي دي. جيټ الوتکو، چې پر کومو سيمو بمبار کړی و، دا سيمه د رسول دوړ له کور سره نېږدې ده.
د رسول دوړ کورنۍ خپل مال او هال پريښودل او د پېښور په لور يې د هجرت نيت وکړ، مګر دوی ته تر پېښوره موټر پيدا کول ناشوني شول.
بل پلو په همدې شپه د رسول دوړ وراره پيدا شو او د ده مريضه وريندار په همدې ورځ په مريض حالت کې له خپل کوره راوتو ته اړه شوه.
رسول دوړ د خپلې کورنۍ د راويستلو لپاره بنو ته ورسيد، خو هلته پوه شو، چې مخکې نشي تللی؛ ځکه چې د پوځ لخوا په سيمه کې ګرځيدبنديز لګيدلی و.
دوړ کوښښ وکړ، د والي دفتر، پوليټيکل ايجنټ او امنيتي ځواکونو کې له خپلې پيژندګلوۍ په ګټه اخيستو د وزيرستان پر لور د تلو اجازه واخلي، مګر ټولې هڅې يې بې ځايه شوې.
له همدې ځايه د دوړ کورنۍ درې ورځې له خپل کوره د وتو په تمه وه او دوړ بنو کې د ګرځبنديز د پای ته رسېدو په تمه درې ورځې تېرې کړې. د پوځي عملياتو له پيله درې ورځې ورسته د سیمې ګرځبندیز پای ته ورسيد او د دوړ کورنۍ له خپل کوره د پېښور په نيت راووته، مګر د موټر پيدا کولو ستونزه لاهم پر ځای وه.
بل پلو له شمالي وزيرستانه د بنو پر لور د لکونو خلک راتګ ډېر ستونزمن وو او لارې هم ځای پر ځای بندې وې.
په هر صورت د دوړ کورنۍ په سره ګرمۍ کې تر بنو راورسېده.
بنو ته په راسېدو دوړ لومړی خپل نوی زېږېدلی وراره روغتون ته يووړ، مګر هلته د شمالي وزيرستان سلګونو نور مهاجر هم د مرګ او ژوند سره لاس وګريوان وو، مګر د ډاکترانو درک نه لګېده.
دوړ غوښتل، چې خپل مريض وراره پېښور ته راولي، مګر دغه وخت ورته خبر راغی، چې اوښی يې بنو کې يو بوتل اوبو پسې له سړکه تېريده او موټر وواهه او روغتيايي حالت يې د انديښنې وړ دی.
دغه وخت کې دوړ دوه زړی و، چې خپله مهاجره کورنۍ پېښور ته ورسوي او که روغتون کې د خپل مريض اوښي خدمت وکړي.
نن مې رسول دوړ سره د تيليفون په ليکه خبره وشوه، ويل يې، چې دی او څو نور ملګري يې چنده کوي، چې د وزيرستان د مړيو لپاره پرې هديره جوړه کړي.
دوړ راته وويل، چې دوی اوس د ژوند تمه نه لري، مګر هره ورځ چې د وزيرستان مهاجر د ګرمۍ او نورو ستونزو له امله مري، د هغو د دفن کولو مشکل دی او اوس تر ټولو مهمه مسئله د هديرې لپاره د ځکمې اخيستل دي.
د يادونې وړ ده، چې دا ټول ظلم له داسې يو چا سره شوی، چې د هيواد نوموتی ژورناليست دی او ټولو سياسي ګوندونو سره يې ښې نژدې اړيکې دي. پوځ او حکومتي چارواکو سره ښه راشه درشه لري.
اوس تاسې قضاوت وکړئ، چې عام وزيرستاني قبايلو سره به څومره ظلم کېږي!
دا قبايل يو يا دوه تنه نه دي، بلکې د اووو لکو وزيرستانيو مهاجرو دا حال دی.
بل پلو زموږ داسې يو حکومت، چې ميټرو بس لپاره پر يو کيلومټر سړک يو نیم میلیارد روپۍ لګوي او د وزيرستان اووو لکو مهاجرينو لپاره يې يوازې پنځه سوه میلیونه روپۍ منلي دي.
اوس زموږ حکومت خپل خلک په خپل لاس له ځانه لرې کوي او خلک مجبوروي، چې له دوی نفرت وکړي.
زه د رسول دوړ او لکونو نورو قبايلو ځواب څه ووايم، چې وايي، زموږ ګناه دا ده، چې د لاهور پر ځای وزيرستان کې پیدا شوی يو؟
رسول دوړ له ما پوښتنه کوي، چې تاسې رسنيو والا سره د طاهرالقادري د مظاهرو او لاريونو د پوښښ لپاره ښه ډېر وخت دی، مګر د اووو لکو وزيرستاني مهاجرينو د لپاره وخت نلرئ؟
وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله تر اوسه لسګونه پوځيان او سلګونو قبايلي وګړي وژل شوي.
دوړ موږ رسنوالو څخه پوښتنه کوي، چې ايا دوی پاکستانيان او انسانان نه دي؟
هغه ژورناليستان وروڼه او خويندې، چې ټول مطبوعات يې د څو ډراماچيانو لپاره يرغمل کړي، له دوی څخه زما سوال دا دی، چې که د رسول دوړ پر ځای دوی وای، نو د دوی د کامرو مخ به بنو او وزيرستان پر ځای دطاهرالقادري پلو وای؟
زه خپل صدر اعظم ته پوره احترام لرم، مګر زما سوال دا دی، چې که د رسول دوړ پر ځای د ده لور، زوی يا وراره وای، نو د ده رويه به همداسې وه؟
که د وزيرستان پوځي عمليات ځپلو کې د ډاکتر طاهر القادري زوی يا لور وای نو ده به اوس هم د حکومت پر خلاف دغسې مظاهرې او لاريونونه کول؟
که د عمران خان خپل زامن د لندن پر ځای ميرانشاه کې وای، نو ده به اوس هم د طاهر القادري او خپلو بايللو څوکیو په اړه خبرې کولې؟
د الله تعالی بنده ګانو! پر خپل ولس رحم وکړئ. زموږ لپاره درنه رحم نه غواړو د خپلو اولادونو لپاره درته وايم.
دا اووه لکه خلک مهاجر به اووه لکه سرتيري بريدګر شي.
تاسې اوس هم د واک او چوکۍ په نشه مست يئ، مګر دا خبره په ياد ولرئ، چې پر تاسې هم د يوسف رضا ګيلاني وخت راتلای شي.
ستاسې زامن هم د يوسف رضا ګيلاني د زوی په څېر ورکيدای شي.
زموږ لپاره نه، بلکې د خپلو اولادونو لپاره د اووو لکو وزيرستانيانو غم وخورئ، تر څو دغه خلک فدايان، طالبان يا اختطاف چيان نشي او د يوسف رضا ګيلاني او د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر د زامنو په څېر ستاسې زامن ونه تښتوي.
او زموږ د مطبوعاتو ملګرو!
کله چې پر افغانستان ظلم روان و، نو موږ ته هم ستاسې په څېر لانجو او مظاهرو خوند راکاوه، بل پلو د پیسو او شهرت وږي وو او ورسره د قوي وګړيو او چارواکو سره د اړيکو جوړولو جنون راباندې غالب و.
مګر اوس چې جګړه زموږ کور ته راغله، پوه شو، چې جګړه څه شی وي؟ ورانی او تباهي يې څه شی وي؟
تاسې ته وايم!
چې څه کوئ ويې کړئ، مګر دا هم واورئ، چې د دغه اور لمبې به يوازې تر وزيرستان او پيښوره محدودې نه وي او تاسې به په خپلو ډرامو بوخت ياست، چې ستاسې د لاهور او اسلام آباد جنتي بنګلو او کورونو ته به د وزيرستان دغه لوغړن اور در ورسي او هغه مهال به بيا له افسوس او ارمان پرته بل څه ونه لرو او وخت به تېر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

کاش چی زموږنالایقه رهبران اوس هم دپنجابی استعماردمظالموسبق واخلی اوپړیشماریوپرڅای متحدشی اوخپل دښمن وپیژنی .اوکاش چی نړیوال دپنجابی جنرالانودوه مخی سیاست ته څواب ووای چی له یوه پلوه بی ګناه پښتانه وژنی اوله بله پلوه خپل تربیه شوی تروریستان پښتانه حقانیان ساتی اودافقانستان دورانولودپاره یی رااستوی.خودبده مرغه خاین هم پښتون دی اومظلوم هم پښتون دی.اوس خوتش په نوم افغانی شمالیانو اوپنجابیانوسره دپښتنوپرضدلاسونه سره یوکړی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x