
بادغیس: بهرنيو ځواکونو پر اربکیانو بمبار کړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو پر اربکیانو بمبار کړی چې شپږ تنه يې ځای پر ځای وژلي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړي فرید اخیزي رسنیو ته ویلي، چې پېښه نن سهار شاوخوا یوولس بجې د مقر په سنګه خیر کې د اربکیانو له پوستې سره څېرمه رامنځته شوې ده.
هغه وايي الوتکې د بهرنيانو اړوند وې، چې پر اربکیانو يې ګواکې د طالبانو ګومان کړی دی.
د دې ولایت امنیه قومندانۍ ویاند سرورداوري وايي، دوی ته هم په سنګه خیر کې د بمبار خبر رسېدلی، خو د جزییاتو په اړه يې څه نه شي ویلي.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی چې د دې ولایت په مرکز قلعه نو کې بیا طالبانو د دوو پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د مرکز اړوند په لامان سیمه کې يې دوه پوستې نیولې، د ملي اردو اوه عسکر يې وژلي، اوه ټپيان کړي او یو يې ژوندی نیولی.