
لغمان: امنیتي ځواکونو د خلکو کورونه په زور په پوستو بدل کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پلمه دوی له کورونو شړلي او پخپله يې پکې سنګرونه جوړ کړي دي.
د علیشنګ ولسوالۍ د قعلټک اوسېدونکی محمد الماس مومند وايي چې له دریو اوونیو راهیسې يې په کور کې د ملي اردو ځواکونه او د کاکاګانو په کورونو کې ځانګړو ځواکونو اړولي دي.
هغه چې پخپله فیسبوک پاڼه يې د مات شویو صندوقونو تصویرونه هم خپاره کړي، وايي له دریو اوونیو راهیسې يې له خپلو کورونو شړلي، خو امنیتي ځواکونو يې صندوقونه لوټ کړي دي.
«دا دريمه اونۍ شروع شوه چې تر اوسه هم په کور کې مو اوردو قرارګاه جوړه کړې په کلا کې مو شپږ هاموی ټانګونه ولاړ دي، هن د حويلي په منځ کې يې هاوان نصب کړی د ترونو په کورونو کې مو قطه خاص اړولي ، د دروازو قلفونه د بکسو قلفونه او د کور نور وسايلو به درته څه نه وايم. خاورې به د ولس اود حکومت ترمنځ واټن ختم شي چانه چاته فرياد وکړو؟»
د لغمان ځايي ادارې په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو ملي دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې وویل چې په ۱۲ ولایتونو کې د مخالفو وسله والو پر ضد ۱۴ پوځي عملیات پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پوځي عملیاتو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.