
په بدخشان کې شوي زلزلې هندوستان هم ولړزاوه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه ۱۹ غویی، ۱۳۹۷): نن چهارشنبې په ورځ ماسپښين درې بجې شاوخوا د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ کې په ۶.۲ قوت سره زلزله وشوه چې له امله یې د زلزلې ټکانونه د پلازمینې کابل سربېره په ګاونډي هیواد تاجکستان، هندوستان او پاکستان کې هم محسوس شول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم په کابل کې هم د زلزلې له وجې ودانیو ټکان وخوړ خو تر اوسه د تلفاتو راپور نه دی ورکول شوی.
د هندوستان په دهلي ښار کې هم ځمکه ښورېدلې خو د ټایمز آف انډیا ویب پاڼي د راپور سره سم شدت یې کم وو.
همدې رسنۍ ویلي چې د زلزلې تکان په پنجاب، هریاڼا او جمو کشمیر کې محسوس شو.
د امریکا د زلزلې پيژنې ادارې ویلي چې د زلزلې قومت ۶.۲ وو او عمق یې تر ځمکې ۱۱۱ کیلومتره لاندي وو.
باید وویل شي چې نن د ډیورنډ کرښې بلې غاړي ته د خیبرپختونخوا په بنو ولسوالۍ کې هم د ۵.۵ په قوت سره زلزله وشوه چې له امله یې ټکانونه په پيښور، دیر او بنو تر څنګ په افغانستان کې هم محسوس شول.