افغانستان

بشردوست: د امرخېل د لانجې ترشا د معنوي لاس دی

نن ټکی آسیا: ډاکتر رمضان بشر دوست وايي چې  د امرخیل د لانجې تر شا د معنوي لاس دی، دی زیاتوي چې دغه ستونزه یې تعقیب کړې، په دې اړه يې څېړنې کړي او وروسته ورته مالومه شوې چې پېښه کې د معنوي لاس دی.

بشردوست د اخبرې د فیسبوک پاڼې له لارې چې نوموړي ته منسوبیږي، کړي دي . دی وايي چې د معنوي تر دې دمخه له امرخیل سره جګړه کړې او تر دې رسېدلې چې په یو بل پسې وسلې راواخلي، ددې جګړې له امله د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکي د امنیت د نه شتون له امله دوه اونۍ د کمېسون دفتر ته نه تلل او د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې کار سرته رساوه.

بشردوست په وینا له دوه اونیو وروسته معنوي کمېسون پريښود خو ستونزه لا هم پاتې وه. معنوي د ټاکنو په لومړي پړاو کې د یو نیم میلیون په اندازه رایې د ډاکتر عبدالله په ګټه اچولې وې. د معنوي دغه درغلۍ دومره پټې او قوي وې، چې د ټاکنو کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون په دې ونه توانېدل چې دغه درغلۍ مالومې او رسوا کړي.

د بشر دوست په وینا کمېسون په دې ښه پوهېده چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي، خو د دلایلو د کمبود او یا د بیخي نه شتون له امله يې ددوی خلاف تصمیم نشو نیولی.

بشردوست زیاتوي چې یوناما د درغلیو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړه، دوی هغه لارې وموندلې له کومو چې عبدالله ټیم درغلۍ کولې او ددغه څېړنو په اساس امرخیل د عبدالله د ټيم پراخه درغليو لاره بنده کړه.

بشردوست دې ځل ته هم معنوي په درغلیو تورن کړی، نوموړی وايي چې د ټاکنو په دوهم وار کې معنوي د ۵ لکو رایو شاوخوا درغلیزې رایې ډاکتر عبدالله په ګټه اچولي خو نور نه دی توانېدلی. له همدې امله دی په دې لټه کې شو چې د امرخیل خلاف داسې اسناد پیدا کړي څو خپله ناکامي پټه کړي او په عین حال کې خپل پخوانی دښمن امرخیل خلاف دسیسه جوړه کړي، د معنوي دغه دسیسه بریالۍ شوه او او امرخیل له صحنې ووت.

ډاکتر رمضان په دې تاکید کړی چې څه وايي ټول سم دي.

د یادونې وړ ده چې ډاکتر بشردوست تر ټاکنو مخکې په خپل پیغام کې  رسنیو ته ویلي و چې په افغانستان کې انتخابات نه؛ انتصابات ترسره کیږي. ده ویل چې رایه د افغانانو ده او ټاکنه د امریکا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x