افغانستان

کابل: د داعش په نوم وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت منلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): د داعش په نوم وسله والې ډلې د کابل ښار د جګړې مسؤلیت منلی دی.

خبرنامه؛ خبري ویبپاڼه د دې ډلې په حواله وايي چې په دیارلسمه امنیتي حوزه کې چاودنه او وروسته جګړه دوی کړې ده.

نن غرمه مهال د کابل ښار په زړه کې لسمې امنیتي حوزې ته څېرمه او د ښار په لوېدیځ کې پر دیارلسمه امنیتي حوزه هم مهاله جګړه روانه وه.

د کورنیو چارو زارت ویاند نجیب دانش وايي چې د لسمي امنیتي حوزې مخې ته له سرتېري برید وروسته وسله وال د یوې مخابراتي شبکې ودانۍ ته ختلي او پر حوزه يې جګړه پیل کړه.

په ورته وخت کې د کابل په لوېدیځ کې هم د ۱۳مې امنیتي حوزې په دروازه کې تر سرتېري برید وروسته وسله والو پر حوزه جګړه پیل کړه.

د دواړو پېښو د دقیقو تلفاتو په اړه لا هم چارواکو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې دیارلسمه امنیتي حوزه کې د نوم لیکنې د دریو تړل شویو مرکزونو د بیا خلاصېدو تابیا نیول شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x