افغانستان

بغلان: د تاله برفک سقوط کې د امنیه قومندان په ګډون تر ۱۰۰ ډېر عسکر ورک دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو تېره ورځ د بغلان د تاله برفک ولسوالۍ د نیولو وویل، دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې د ګڼو امنیتي ځواکونو د وژلو او نیولو خبر هم ورکړ.

د دې ولایت ولایتي شورا وايي، د ولسوالۍ له سقوط سره د امنیه قومندان په ګډون تر ۱۰۰ ډېر عسکر ژوندي ورک دي.

د دې شورا مشر صفدر محسین طلوع نیوز ته ويلي، چې د ولسوالۍ له لاسه وتلو سره له دې کسانو سره هم اړیکي شلېدلې دي.

ولسي جرګه بیا د ۳۰ عسکرو د ورکېدو پخلی کوي او وايي چې د دوی د ژوند او مرګ درک هم معلوم نه دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت غړي اقبال ساپي د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د تاله برفک په سقوط کې ملامت وبلل.

هغه وویل د محاصره لسګونو عسکرو له ډلې د ۳۰ تنو هیڅ درک نه دی معلوم.

هغه وايي د دوی د معلوماتو له مخې طالبانو اته تنه ژوندي نیولي، خو د ۳۰ نورو د مرګ ژوند هیڅ درک نه دی معلوم.

د ساپي په وینا دوی وسلې غورځولې او په غرونو کې پخپله مخه تښتېدلي، چې تر اوسه يې په اړه معلومات نشته.

د ملي دفاع وزارت تېر ماښام د بغلان ولایت د دې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړه، خو د بغلان والي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې ولسوالي يې له ګوتو وتلې ده.

عبدالحی نعمتي وویل د دې ولسوالۍ له مسؤلینو سره يې اړیکي پرې شوې او د تلفاتو په اړه يې هم معلومات نه لري.

طالبانو هم د دې ولسوالۍ په سقوط کې د ژوندیو نیولو شویو عسکرو خبر ورکړی، خو دقیق شمېر يې نه دی یاد کړی.

دا په داسې حال کې دی چې له دې ولسوالۍ سره هم مهاله د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې او تر هغه وړاندې د بدخشان کوهستان ولسوالۍ هم د طالبانو ګوتو ته ورغله.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني وايي چې د بلچراغ د سقوط په جګړه کې ۷۵ عسکر وژل شوي، ټپیان شوي او ژوندي نیول شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

تله برفک،بلچرخ .کی امریکایی او ناټو عسکر نشته. ټول افغان پولس او عسکر هلته وه.د افغان عسکر پولیس،وژنه کوم قانون،راوا او جایز کړی ده.

Shuaib

نو هغه ستا د #### ورولیږه چې د دوی مرګ هم روا شی، اوس خو یې ستا په ګمان مرګ روا نه دی خو بیا هم وژل کیږي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x