
میدان وردګ: د بهرنیانو بمبار کې ۱۱ افغان عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹غويي، ۱۳۹۷ل): بهرنیو ځواکونو د میدان ودرګوپه نرخ ولسوالۍ کې پر افغان عسکرو بمبار کړی او ۱۱ تنه يې وژلي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي پېښه تېره شپه د مهدي غونډۍ سیمه کې رامنځته شوې ده او علت يې نه دی په ډاګه شوي.
طالبانو هم په دې سیمه کې د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې ۱۱ تنه عسکر وژل شوي دي.
تر اوسه بهرنيو ځواکونو یا هم د میدان ودرګ ځايي ادارې په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې نن د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې هم د بهرنیانو په بمبار کې شپږ اربکیان ووژل شول.
د بادغیس د ولایتي شورا غړي ويلي، بهرنیانو پر اربکیانو د طالبانو ګمان کړی و، ځکه يې تر برید لاندې نیولي دي.
یاده دې وي افغان چارواکي ډېری وخت د بهرنیانو هوايي بریدونه د دوی په همغږۍ ترسره شوي ګڼي.