د سر ټپي کېدل مو په «هېرېدلو» ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غويي، ۱۳۹۷ل): یوې نوې څیړنې ویلي چې د سر ټپي کېدل د خپل ټپ ترڅنګ انسان د یوې بلې سختې ناروغۍ ښکار کوي چې ډیمینشیا (د حافظې زوال/هېرېدلو) ورته ویل کیږي.

ډیمینشیا د حافظې زوال ته ویل کیږي، چې په طبي اصطلاح ورته ډیمینشیا ویل کیږي، او د یاداښت او ذهني وړتیا له منځه تللو نښې څرګندوي، چې یوه نښه یې د انسان په ورځني ژوند کې په سمه توګه کارونه نه ترسره کول هم ده.

ددې ناروغۍ په اړه د یوې څیړنې له مخې ویل شوي، چې د انسان سر ټپي کېدل په بدن کې داسې ناروغي هم رامنځته کوي کومې ناروغۍ چې انسان ته د سختې ناروغۍ «ډیمینشیا» څخه رامنځته کیږي.

د هندوستان ټایمز راپور پر اساس، که چیرې د سر ټپ تر دې اندازې کوچنی وي چې انسان پوره بې هوښه نه کړي، بیا هم ددغې ناروغۍ ګواښ وي.

څیړنه کې په ډاګه شوه چې که چیرې د سر زخم پر انسان نیمايي بې هوښي هم راولي نو په ده کې د ډیمینشیا ګواښ ۲.۴ رامنځته کیږي، چې دغه ناروغي د بې هوښۍ زیاتېدو په حالت کې ۲.۵ چنده ته لوړیږي، خو که چیرې د سر زخم جدي او سخت وي او د انسان مغزو ته زیان رسیدلی وي نو دغه ناروغي ۳.۸ چنده زیاتېدلی شي.

څیړونکو د یوې څیړنې له مخې په دوه ډلو چې ۳۵۰۰۰۰ کسان وو، بېلې بېلې ازموینې ترسره کړې، په لومړۍ ډله کې هغه کسان شامل و چې په تېر وخت کې پر سر سخت ټپي شوي وو، او دویم ګروپ په عسکرو مشتمل و چې د پوځي تمرین یا د چاودیدونکو توکو له امله زخمي شوي وو.

د دواړو ډلو پایلې یو بل ته ورته وې، ځکه چې په عام حالت او د جنګ په حالت کې د سر زخمي کېدل یو ډوله زیان رسوي، خو که ټپ تر دې اندازې سخت وي چې مغزو ته یې زیان رسېدلی وي د عمر په تېریدو سره دماغي وړتیا کې ستونزې راولاړوي.

د سر ټپي کېدل او د حافظې زوال (ډیمینشیا) ناروغۍ اړیکه ددې خبرې څخه څرګندیږي، چې په مغزو کې داسې پروټین زیاتیږي چې عصبي حجرې له منځه وړي، او د عصبې حجرو ناروغي (neuron) سره تړلې ناروغي ده چې د الزایمر Alzheimer’s disease (د هیرېدو ناروغي) ناروغۍ لامل جوړیږي، او الزایمر ناروغي د ډیمینشیا یوه عامه نښه ده.

سرچینه: هندوستان ټایمز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د