نظــر

محمد حسين هيکل: له سيکولرېزمه تر اسلامپالنې

zahid.jalaly@gmail.com
محمد حسين هيکل: له سيکولرېزمه تر اسلامپالنې 
۱- لنډيز
۲-مهم لغات:   
۳- مقدمه   
۴- حسين هيکل څوک و؟   
۵- سيکولر او موډرنېست هيکل   
۶- فکري سمون
۷- پای
۸- مراجع

لنډيز

ډېری هغه ځوانان چې د غربي پرمختګ په اړه ولولي، له دوی سره هم د پرمختګ فکر وزېږېږي، دوی پرته له دې چې په خپل تاريخ او ثقافت ځان پوه کړي، هماغه چوکاټ چې نور پرې پرمخ تللي؛ په خپله ټولنه کې هم پلی کوي، چې دا هېڅ نتيجه نه ورکوي، بلکې ټولنه لا ګړنګ ته لنډوي. کله چې ټولنه کې ګډوډي رامنځ ته شي او دوی منزوي شي، دوی بيا پوهېږي چې څه غلطي يې کړې، دغه وخت ځينې د خپلې غلطۍ د ښکاره کولو جرئت لري او ځينې نه. حسين هيکل يو له هغو سترو شخصيتونو څخه دی چې په مېړانه يې خپله غلطي ومنله. په دغه ليکنه کې د حسين هکل ژوند په لنډ شکل بيان شوی. بيا د هغه لومړی اسلام ضد او سيکولر فکر په هکله يو څه ليکل شوي او ورورستي تصحېحاتو په هکله يې د ده خپل اعترافات ليکل شوي.

مهم لغات: محمد حسين هيکل، سيکولرېزم، اسلامپالنه، فکري سمون.

مقدمه

پر اسلامي نړۍ د غربي استعماري دورې له ختمېدو مخکې مستعمرينو په اسلامي نړۍ کې ځينو ځوانانو ته په لويديځ کې د زده کړې زمينه مساعده کړه، څو د دوی له وتلو وروسته، همدوی يا له دوی متاثر خلک د خپل هېواد حاکمان شي، چې د استعمار ګټې په کې خوندي وساتي او د دوی له وتلو وروسته ستر بدلون رامنځ ته نه شي.

دوی په دغه پروګرام کې تر ډېره کامياب وو او آن تر ننه يې ګټه وررسېږي. دوی په اسلامي نړۍ کې هم په سياست او هم ټولنه کې د پام وړ اغېزه کړې. دا چې د دوی لخوا روزل شوي محصلين په ټولنه کې پرمخ تللي، جهان ديده و روڼ اندي بلل کېدل، ډېر خلک ترې متاثر شول او د دوی پرلار روان شول. ځينې يې داسې وو چې آن د اسلام ځينې احکام و لارښوونې ورته د منلو وړ نه وې او چا په قرآن شک وکړ!

دوی پورتنيو نظرياتو ته ورته نور داسې نظريات ورکړل چې پخوا چا نه وو ورکړي او د ځينو علماوو لخوا دوی پرې له اسلامه وتل. دغه نظرياتو په ټولنه کې ځينې مريدان پيدا کړل، چې اسلامي ټولنې ته يو خطرناک ګواښ و.

په دغو کسانو کې ځينې داسې وو چې فکرونه يې د غربي زده کړو او غربي مفکرينو له سلطې خلاص کړای شول او بېرته يې ځانونه تصحېح کړل. ځينو په ډاګه پر خپلې غلطۍ اعتراف وکړ او ځينو چوپتيا غوره وګڼله. دوکتور محمد حسين هيکل يو له همدغو کسانو و چې په غرب کې يې زده کړه وکړه او د اسلامي نړۍ سيکولرو موډرنېستانو مجدد باله. خو حسين هيکل په خپلو نظرياتو کې بيا فکر وکړ او په ډاګه يې وويل چې زه پخوا غلط وم، خپله ټولنه مې نه وه درک کړې..

که څه هم ډېری خلک تر اوسه په دې باور دي چې حسين هيکل د نورو په څېر تر پايه په خپلو افکارو ولاړ و، خو دوکتور محمد عماره د ده له کتابونو داسې پرګرافونه راخلي چې هغه په ښکاره ويلي چې غربپال سيکولر فکر يې پرې ايښی او “سم اسلامي فکر” ته را اوښتی دی. دوکتور عماره د ده له ځينو دريځونو او له يو لړ ليکنو دغه خبره درک کوي چې وروسته يې تفصيلي ذکر کوو.

د حسین هیکل دواړه افکار ځکه د اهمیت وړ دي، چې دی پرې قانع شوی او بیا یې منلي. یعنې نه يې پخوانی سیکولریزم او نه وروستۍ اسلامپالنه د امتیازاتو له امله وو، بلکې د حقيقت پلټونکی و. مرحوم هيکل د “محمد ژوند” کتاب ډالۍ کې ليکلي؛ “هغه چا يوازې د دې له پاره يې حق منلی، چې حق دی” زه فکر کوم چې حسين هيکل هم هر نظر د دې له پاره منلی و چې حق ورته ښکارېده، او د همدغې حق پالنې په پايله کې يې فکري تصحېح هم رامنځ ته شو.

حسين هيکل څوک و؟

محمد حسين هيکل  د ۱۸۸۸ ميلادي کال، د اګسټ پر شلمه نېټه د مصر په “دقهليه” سيمه کې زېږېدلی او ۱۹۵۶م په دېسمبر کې وفات شوی. دی هم د نورو مصريانو په څېر لومړی د کلي استاد ته ورغی چې ليک و لوست وکړي او قرآن ورسره حفظ کړي. په کلي کې له زده کړو وروسته قاهرې ته لاړ او د ښوونځي له لوستلو وروسته يې د حقوقو پوهنځی ولوست. بيا فرانسې ته لاړ او د پاريس پوهنتون کې يې په اقتصاد او سياست کې دوکتورا وکړه. له دوکتورا وروسته بېرته مصر ته راوګرځېد او مدافع وکيل شو.  هيکل لس کاله په دغه دنده بوخت و او ورسره يې مصري ميډيا سره هم اړيکه لرله. د لوستو په نتيجه کې د سيد جمال الدين افغاني شاګرد، محمد عبده له افکارو متاثر شو. له وکالته وروسته په پوهنتون کې استاذ شو. په ۱۹۲۲ ميلادي کې يې له استاذۍ استعفا وکړه او سياسي کار ته وزګار شو.zahid jalaly

په ۱۹۲۶ ميلادي کال کې د “سياست” جريدې مسؤول مدير شو. په ۱۹۳۸م کې د ښوونې وزير شو، خو دغه حکومت ډېر دوام ونه موند. بيا په ۱۹۴۰ ميلادي کې د دويم وار له پاره د ښوونې وزير شو او تر ۱۹۴۲م پورې په همدغه دنده بوخت و. په ۱۹۴۵م کې په درېيم وار د ښوونې وزير شو.

په ۱۹۴۱م کې د “احرار الدستوريين” ګوند مرستيال شو او په ۱۹۴۳م کې د همدغه ګوند ريیس وټاکل شو. له ۱۹۴۵م تر ۱۹۵۰م د مشرانو جرګې رييس و. همدارنګه په ملګرو ملتونو کې يې څو وارې د مصري پلاوي مشري کړې.

دوکتور محمد حسين هيکل يوازې مدافع وکيل، د پوهنتون استاد او بيا سياسي شخصيت نه و، بلکې لکه څنګه چې مو مخکې اشاره وکړه، د يادو بوختياوو تر څنګ يې ډېر کتابونه هم ليکلي. د حسين هيکل ليکنو ډېر خلک متاثر کړي وو. سترو موډرنېستانو خپل مرشد باله. هيکل په ادب، سياست او دين کې ليکنې کړي. ځينې کتابونه يې: “زينب” – 1914. “سير حياة  شخصيات مصرية وغربية” – 1929. “حياة محمد” – 1933. “في منزل الوحى” – 1939. “الفاروق عمر” – 1944 / 1945. “مذكرات في السياسة المصرية” – 1951 / 1953. “الصديق أبو بكر”. “ولدي”. “عشرة أيام في السودان”. “يوميات باريس”. “الإمبراطورية الإسلامية والأماكن المقدسة” – 1964. “قصص مصرية قصيرة” – 1967. “عثمان بن عفان” – 1968.

سيکولر او موډرنېست هيکل

محمد حسين هيکل تر ۱۹۳۳م کاله غربپال سيکولر فکر لاره. هغه تر دغه وخته په دې باور و چې بايد له غربه ړوند تقليد وکړو، بايد خواږه و ترخه، ښه و بد ترې واخلو، څو موږ هم د دوی په څېر پر مخ لاړ شو. هيکل په خپل کتاب “في منزل الوحي” کې اعتراف کوي چې پخوا يې د غرب معنوي او روحي ژوند خپلو خلکو ته نقلاوه څو موږ هم د هغوی پر لار روان شو.

په ۱۹۲۵ ميلادي کال کې ازهري شيخ علي عبد الرازق د “الاسلام و اصول الحکم” تر عنوان لاندې کتاب وليکه. شيخ علي عبد الرازق په الازهر او اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کړې وې. په ياد کتاب کې ليکوال له اسلامي خلافته انکار کوي، نه يوازې له خلافته، بلکې له اسلامي سياسته انکار کوي. علي عبد الرازق وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حاکم او د دولت رييس نه و، بلکې له ځان سره يې يوازې روحي رسالت راوړی و. د ده له نظره اسلام يوازې دين دی نه دولت.

ياد کتاب له خپرېدو وروسته د مسلمانو علماوو سخته غوسه راوپاروله. شيخ بخيت، شيخ رشيد رضا او نورو علماوو پرې ردونه وليکل او د ده کتاب يې د اسلام دښمنو يوه دسيسه وبلله.

په داسې حال کې چې ازهري علماوو د شيخ علي عبد الرازق کتاب د اسلام له اصولو او طبيعت سره مخالف وباله او د ده د محاکمې اراده يې لرله، حسين هيکل له ياد کتابه کلکه دفاع کوله او د “سياست” په نامه جريده کې يې د ازهري علماوو پر مخالفت او محاکمې استهزايي ليکنه کړې وه.

همدارنګه د علي عبد الرازق د کتاب له خپرېدو يو کال وروسته، په ۱۹۲۶م کال کې مشهور مصري مفکر طه حسين د “في الشعر الجاهلي” په نامه کتاب خپور کړ. طه حسين په دغه کتاب کې د قرآن پر ځينو کيسو کې شک کوي. د ابراهيم عليه السلام او اسماعيل عليه السلام لخوا د کعبې جوړولو، د اسلام حنيفيت او د ابراهيم عليه السلام د حجاز په سفر کې يې د قرآن کيسو کې شک کړی و.

حسين هيکل د طه حسين د ياد کتاب او نورو سيکولرو دعوو کلک مدافع و. هغه لکه څرنګه چې خپله په “في منزل الوحي” کې اعتراف کوي، د طه حسين په څېر افکار لرل.

فکري سمون

حسين هيکل په ۱۹۳۳ ميلادي کال کې د “حياة محمد” په نامه د سيرت ډېر په زړه پورې کتاب وليکه. په ياد شوي کتاب کې يې پر غربي مستشرقينو ردونه وکړل. کله چې دغه کتاب خپور شو، د حسين هيکل سيکولرو ملګرو پرې نيوکې وکړې او ويل يې چې هيکل د تجديد لاره پرېښوده او وروسته پاتې شو.

هو هماغه حسين هيکل چې د سيکولرېزم ستاينه به يې کوله او د علي عبد الرازق او طه حسين د کتابونو ستاينه به يې کوله، د “محمد ژوند” کتاب کې کاملا بدل شو. هيکل په دغه کتاب کې ښکاره وليکل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نورو انبياوو په څېر نه و، دی سياسي رسول و او د دين و تمدن دواړو خپرول يې رسالت و، چې له يوه بله نه شي بېلېدای. په ياد کتاب کې يې اعتراف وکړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره هم دين و او هم سياست. دی وايي اسلام د مسيحيت په څېر کهانوتي او تيوکراسي  نه لري.

هيکل د “محمد ژوند” کتاب کې ليکي:

“د هجرت پر مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند يو بل پړاو پيل شو، دا يې د ژوند سياسي پړاو و. دا مرحله د ده په ژوند کې نوې وه، بل هېڅ رسول او نبي دغه مرحله نه وه تېره کړې.. موسی او عيسی عليهم السلام به خلکو ته دين د معجزې له لارې بياناوه او بيا به يې حاکم ته پرېښوده چې دغه دعوت خپور کړي، خو محمد صلی الله عليه وسلم په خپل لاس دين خپراوه، چې رسول، سياسي شخصيت، مجاهد او فاتح اوسي.. د اسلام تاريخ د حاکم او دين ترمنځ له جګړو پاک دی او دا هر څه يوازې په غرب کې رامنځ ته شوي..”

کله چې مرحوم هيکل د “محمد ژوند” کتاب کې د مستشرقينو نظريې رد کړې، اسلام يې دين و دولت وباله، د سيرت ليکنه کې يې قرآن مهم مرجع وباله او بيا يې له احاديثو استفاده وکړه، دغه تګلاره د هيکل زړو ملګرو ته د منلو وړ نه وه. هغوی چې هيکل يې مجدد و مفکر باله، اوس يې ورته د وروسته پاتي سړي نوم ورکړ او ويل يې چې پخوا يې خلک رهبري کول او اوس خلک دی رهبري کوي.

طه حسين ته ورته ملګري يې له دغه کتابه ناراضي ښکارېدل او هلته و دلته يې منفي تبصرې پرې کولې. کله چې مرحوم هيکل له دغه ډول تبصرو خبر شو، دا ټولې خبرې يې رد کړې او دا وار له کنايې صراحت ته ووت او په ډاګه يې وويل چې زه غلط وم او ملګري مې لا هم په غلطه روان دي. حسين هيکل په ۱۹۳۷م کې د “في منزل الوحي” په نامه کتاب وليکه، د ياد کتاب په مقدمه کې يې دا هر څه تفصيلي رد کړل.

که څه هم د “محمد ژوند” د دويم چاپ په مقدمه کې يې پر ځينو ردونه کړي وو. خو هغه ردونه دومره تفصيلي او ډاګيز نه وو. “في منزل الوحې” ډېری حيران کړل، ځکه د دغه کتاب په مقدمه کې تر تېر هر کله ډېر يې صرېح ليکل کړي وو. په دغه مقدمه کې هيکل په خپلو ملګرو ډېر عقلاني ردونه کوي او سپينه وايي چې له دوی ډېر ښکاره حقايق داسې پټ دي، لکه له ما چې پخوا پټ وو!

حسين هيکل په خپلو ملګرو داسې رد کوي:

“دلته د هغه چا پر ګومان رد کول غواړم چې زه يې د “محمد ژوند” له کتابه وروسته مرتجع او وروسته پاتې وګڼلم، په داسې حال کې چې همدوی زه پخوا مجدد ګڼلم! دوی به ولې ما وروسته پاتې نه ګڼي، په داسې حال کې چې ما قرآن خپل دليل ګرځولی او سيرت مې سند، او د دوی په اصطلاح مې د علمي نقد لاندې نه دی راوړی ! دوی به مې ولې وروسته پاتې نه ګڼي، په داسې حال کې چې ما پر رسول الله د مسشرقينو او ځينو مسلمانو ځوانانو ردونو ته علمي ځوابونه ويلي!..”

بيا له غربه د تقليد په هکله ليکي:

” لکه اوس چې مې ملګري په دې ګومان دي، يو مهال ما هم داسې ګومان کاوه چې د غرب عقلي او روحي ژوند نقلول زموږ د پرمختګ لامل ګرځي. تر اوسه مې له ملګرو سره پر دې موافق يم چې موږ د غرب عقلي ژوند نقلولو ته اړتيا لرو او چې څومره مو وس رسي، بايد انتقال يې کړو. مګر اوس يې د روحي ژوند په انتقال کې مخالف يم.

زموږ روحي تاريخ د غرب له روحي تاريخ سره توپير لري، او زموږ روحي ثقافت د دوی له روحي ثقافت سره فرق لري. غرب له اوله د پاپي مسيحي نظام تابع و. مګر شرق له دغه ډول فکره پاک پاتې شو، په شرق کې له هغو اسلامي مذاهبو  سره چې کليسايي نظام يې غوښته، جګړه وشوه، نو شرق له هغو اسبابو پاک پاتې شو چې د غرب د اضطراب لامل وګرځېدل او د شرق مسيحيان له هغو خپل منځي جګړو خوندي پاتې شول چې د دوی وروڼو په غرب کې وکړې.. په غرب کې حاکميت د کليسا و، څه چې يې غوښتل هغه يې کول.. د اسلامي (تاريخ) د عظمت پر مهال فکري آزادۍ قيد نه لاره.. او مسلمانان په دې نظر وو چې له خدايه پرته نور څوک ګناهونه نه بښي.. څنګه کولای شو چې د غرب پر روحي ژوند شرق پورته کړو او پرمخ يې بوځو، په داسې حال کې چې زموږ او د غرب تر منځ په تاريخ و ثقافت کې دومره ستر فرق دی..

دا خبره ښکاره ده، خو عجيبه ده چې زما ملګري تر اوسه پرې نه پوهېږي، کېدای شي همدا لامل وي چې دوی مې ملامتوي، خو د ډېرې حيرانتيا خبره نه ده، ځکه لکه څنګه چې اوس مې ډېر ملګري پرې نه پوهېږي، زه خپله کلونه کلونه په دغو خبرو پوه نه شوم. ډېره هڅه مې کړې چې د غرب معنوي او روحي ژوند خپلو خلکو ته رانقل کړم چې د رڼا په څېر ورپسې شو. خو وروسته پوه شوم چې زړی بې ځايه اچوم، چې ځمکه يې هضموي او پورته کېدو او ژوند کولو ته نه پرېږدي..

اسلامي فکر پر يوه خدای د ايمان فکر دی چې د فکري آزادۍ تر سيوري لاندې د انساني يووالي پر لور روان دی، داسې يووالی چې اساس يې وروري او مينه ده. مسلمانان په شرق و غرب کې وروڼه دي، چې د خدای په نور سره مينه کوي، نو دوی يو امت دی چې ستړي مشي يې پر سوله (سلام) ده او موخه يې سوله ده. دغه اسلامي نظريه د اوسني عصر د قوميت او مليت د تقديس له نظريې سره مخالفه ده.. “

دوکتور محمد حسين هيکل په دغسې زړور نقد، خپل وروستی نظر ښکاره کړ. هغه چې ټول عمر يې د غرب په تقليد کې تېر کړی و، په پای کې يې اعتراف وکړ چې، دا د پرمختګ لار نه ده، زموږ او د غرب تاريخ او ثقافت بېل دی، اسلام د مسيحيت په څېر کهنوتي نظام نه رامنځ ته کوي چې ملا په کې خدای وي، څه چې يې زړه غواړي، هغه کوي؛ بلکې د اسلام له نظره خدای ته هغه څوک نږدې دی چې ډېره تقوا ولري. عرب په عجم هېڅ لوړتيا او فضيلت نه لري او ملا يوازې د دين مبلغ دی نه خدای.
دوکتور محمد عماره د مرحوم حسين هيکل اعترافات پر درې برخو ويشي. عماره وايي چې هيکل په درې اساسي نظريو چې پخوا پرې باوري و؛ د بطلان کرښه راوکاږله. لومړۍ د غرب د قوميت و مليت نظريه وه، چې دی يې اسلامي ورورولي بديل ښيي. دويم د سيکولرېزم نظريه وه چې په سياست جريده کې يې دفاع کوله او پرې باوري و، “في منزل الوحي” کتاب کې يې دغه نظريه هم رد کړه او اسلام يې دين او دولت وباله، رسول يې ديني او سياسي شخصيت وګاڼه. درېيم نظر، له فرعوني حضارته انکار و. حسين هيکل وايي چې يو وخت مې ځان فرعوني تاريخ ته منسوباوه.. خو وروسته پوه شوم چې موږ او فرعوني تاريخ، اسلامي تاريخ سره بېل کړو او يوازې اسلامي تاريخ نه بايد استفاده وکړو.

پای

دغه ليکنه کې مو د حسين هيکل فکري ژوند ولوست. څو ټکي په کې مهم ښکاري، لومړی دا چې ځينې ستر مفکرين هم خپله ټولنه نه درک کوي چې دا ستر مشکل رامنځ ته کوي. د غرب ړوند تقليد نه يوازې زموږ ټولنه پرمخ نه شي بوولای، بلکې ګډوډي رامنځ ته کوي. مفکر بايد خپله ټولنه له نورو ښه وپېژني، بيا ورته هغه څه رانقل کړي چې اړتيا يې وي او نقلول يې مناسب وي. همدارنګه د حسين هيکل ډاګيز اعترافات مو په کې ولوستل. ډېری خلک غلطېږي خو پر غلطۍ اعتراف د لږو خلکو ځانګړنه ده. د مرحوم هيکل د زمانی ډېری مفکرينو خپل فکرونه بدل کړل، خو دومره مېړانه په ډېرو کې نه وه چې خپل افکار دغسې ښکاره رد کړي. د ارواښاد هیکل ژوند ډېرو ته چې د ده پر پخوانې ګروهې باوري دي، ښيي چې د حقیقت له درک سره سمدلاسه باید پر حقیقت په مېړانې سره اعتراف وکړي.
 

مراجع
•    سهير، عبد الحميد. “د. محمد حسين هيكل – سياسى حر. مؤرخ أديب. ومفكر مستنير”، الاهرام. ۲۶، اکتور، ۲۰۱۲.  ۲۳، اپرېل، ۲۰۱۴.
http://digital.ahram.org.eg/articles.aspx?Serial=1075111&eid=429
•    عماره، الدکتور محمد. الانتماء الحضاري، للغرب ام الاسلام؟، قاهره، نهضه مصر، ۲۰۰۸.
•    عماره، الدکتور محمد. الاسلام والسياسه، الرد علی شبهات العلمانيين، قاهره، مکتبه الشروق العالميه، ۲۰۰۸م.
•    عماره، الدکتور محمد. معرکه الاسلام واصول الحکم، قاهره، دار الشروق، ۱۹۹۷ دویم چاپ.
•    معجم المعاني: http://www.almaany.com
•    هيکل، محمد حسين. حياة محمد، قاهره، دار المعارف، څوارلسم چاپ.
•    هيکل، محمد حسين. في منزل الوحي، قاهره، دار المعارف، اتم چاپ.
•    Encyclopedia Britannica: http://www.britannica.com

—————————————-

– زاهد جلالي د نړيوال اسلامي پوهنتون، اسلام آباد، د شرعياتو او حقوقو له پوهنځي فارغ شوی. ليکوال د دغې ليکنې په هکله د ډاکټر وهاج ساپي او ذاکر جلالي د ښو مشورو منندوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته ګټوری او خوندوری لیکنی په وخت کی می د نن ټکی آسیا سره لا شناخت نه درلود. په هر حال،
یوه وړوکې تېروتنه تر سترګو کیږی:
حُسین هیکل نه بلکه
حُسنین هیکل
حُسین = نېک – ښه
حَسین = ښکلی – ښائسته
خو
حُسنین = کامیابی – سوبه – ظفر
بناً
محمد حُسنین هیکل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x